سیمه

طالبان: د پاکستان دفاع وزیر ناخبره، ګستاخ او بې مسئولیته شخص دی

د طالبانو مرستیال ویاند وايي، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف، محمود غزنوي ته پر توهین کولو ټکولی دی

طالبانو د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د سلطان محمود غزنوي په اړه خبرې غندلي او نوموړی یې بې مسولیته او ناخبره یاد کړی دی.

د پاکستان دفاع وزیر د غزنوي سلطنت سلطان، سلطان محمود غزنوي په یوه ټلوېزوني مرکه کې «غل او لوټمار» بللی وو او ویلي یې وو، چې غزنوي د غله په څېر په هند چې پاکستان یې هغه وخت برخه و، حمله کوله او له شتمنيو سره به بېرته راګرځېده.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې غزنوي د مسلمانانو د ازادۍ لپاره هند ته تللی وو او د مسلمه اومت ویاړ دی. نوموړي لیکلي: «دا چې د پاکستان د دفاع وزیر په کچه اشخاص دومره له حقایقو څخه ناخبره وي د تاسف ځای دی. یو پاکستانی مسول په داسې حال کې د سلطان محمود غزنوي په اړه ګستاخانه څرګندونې کوي، چې د همدې هېواد په دفاعي میزاییلو باندې د محمود غزنوي نوم اېښودل شوی».

د امرالله صالح غبرګون

بل پلو د تېر جمهوري نظام د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د پاکستان توغندي تر ډېره د افغانستان د ولایتونو یا تاریخي شخصیتونو لکه ابدالي، غوري او غزنوي په نومونو نومول شوي دي.

نور ولولئ: د پاکستان پوځ: “ترهګر او د هغوی ملاتړي به له منځه یوسو”

نور ولولئ: امرالله صالح: طالبانو په ۴ ولایتونو کې سلګونه کسان بې له محکامې وژلي

صالح ویلي، چې “دا ناسمې څرګندونې د هویت بحران، د تاریخي کموالي احساس او په پاکستان کې د تاریخي خلا څرګندونه کوي.”

د پاکستان د دفاع وزیر په دغه ټلوېزوني مرکه کې ویلي، چې د محمود غزنوي د اتل په توګه معرفي کول سم نه دي: «هغه دلته (هند) ته د غله په څېر راتلو او مالونه یې لوټ کول.»

د محمود غزنوي په نوم د وسلو نومول کېدل

د پاکستان د پېژندل شوي سیاسي چارواکي په توګه د نوموړي څرګندونې د پاکستان په ښوونیزو تاریخي کتابونو کې د محمود غزنوي په اړه له لیکلو سره په ټکر کې دي او د دغه هېواد په ښوونیزو کتابونو کې محمود غزنوي د یوې مثبتې او اتلې څېرې په توګه معرفي شوی دی.

په همدې خاطر د دغه هېواد د لنډ واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي په ګډون یو شمېر پاکستاني وسلې د غزنوي په نوم یادېږي.

خو له دې سره، سره بیا د پاکستان دفاع وزیر غزنوي ته سپکاوی کړی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button