ځاییکورني خبرونه

طالبان: د کابل-کندهار پر لویه لار ۱۷۵۶ پُلونه او پُل‌چکونه جوړوو

د طالبانو له لوري د کابل-کندهار پر لویه لار ګڼ هغه پلچکونه تر روغونې لاندې دي چې دوی الوزولي وو

راپورونه وايي، طالبان د یادې لویې لارې په اوږدو کې هغه لوی پلونه او پلچکونه له سره بیا جوړوي چې د جګړو پر مهال په کې طالبانو افغان ځواکونه ته په کې ماینونه پټول او بیا یې الوزول چې له امله یې همدا لار تخریب شوي وه.

اوس د ټولګټو وزارت چارواکي وايي چې د کابل- کندهار پر لویه لاره د ۱۷۵۶ پُلونو او پل‌چکونو د جوړېدو چارې روانې دي.

له دغه جملو دوه پلونه ګټې ته وسپارل شول

د یاد وزارت سرپرست محمدعیسي ثاني دغه څرګندونې زابل کې د دوو پلونو د پرانېستې په اړه جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

د ثاني په وینا، د دې دوو پلونو څخه یو یې د ترکیې هېواد اړوند د «۷۷ په نوم کمپنۍ» له لوري په وړیا توګه جوړ شوی دی. هغه زیاته کړه چې دا مهال زابل کې د لسو پُلونو د جوړېدو چارې روانې دي.

نور ولولئ: طالبان د بي‌بي خدیجه الکبری په ملي او نړۍوال نندارتون کې نارینه ته د ګډون اجازه نه ورکوي

نوموړي وویل: «د کابل-کندهار منځ کې کابو ۱۷۵۶ پُلونه او پل‌چکونه دي. پر یادو پلچکونو ډېر په چټکۍ سره کار روان دی. یادو پل‌چکونو کې تر ۴۰ زیات لوی پلونه دي، لکه د حسن‌کاریز پُل، د مغلیزو پُل، د خارجۍ پُل، د سنګرماده پُل، د سوختې پُل، د شنکۍ پُل، د لب‌دریا پُل او د نوبهار ولسوالي پُل دی.»

د یادې لویې لارې د باروړونکو موټر چلوونکي وايي، خوښ دي چې کلونه وروسته پر دې لویه لاره ویجاړ شوي پُلونه او پل‌چکونه جوړېږي.

دا لویه لار د اموال د لېږد لپاره هم مهمه ده

د دوی په وینا، د دې پُلونو او پل‌چکونو په جوړېدو سره به ټرانسپورټي برخه اسانتیاوې رامنځته شي.

دغه موټرچلوونکي زیاتوي چې پخوا به یې د لارو خرابوالي له امله ټوله میاشت یوازې یو ځل سفر کاوه چې اوس یې سفرونه ورځو ته رالنډ شوې دي.

یوه موټرچلوونکي وویل: «یاره تقریبا زه د کرزي د حکومت له اول کال څخه پر دغه لاره موټر چلوم، پخوا پر دې لارې ډېرې ستونزې وې او پلونه خراب وو، په میاشتو، میاشتو مو یوازې یو ځل سفر کولای شوای او اوس درې څلور ورځو کې کولای شو، پخوا به موټران چپه‌کېدل، اوس ډېر خوشحاله یوو.»

نور ولولئ: طالبان: د قوش تېپې کانال د امنیت د ساتلو لپاره مو امنیتي قطعه استولي

دغه پُلونه او پلچونه داسې مهال جوړېږي چې لا هم د هېواد په ډېری سیمو کې د جګړو، درون بار او طبیعي پېښو له امله ګڼ‌شمېر سرکونه خراب او ویجاړ پراته دي.

پر دې سربېره طالبان لا هم پر دې نه دي توانېدلي چې لویې لارې په چټکۍ ورغوي او کارونه یې خلاص کړي. د کابل-کندهار لویه لار له ډېرې مودې راهیسې تر کار لاندې ده، خو د رغونې څرک په کې ډېر کم ښکاري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button