Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

اقتصاد او سوداګري

طالبان: سبا چهارشنبه (وږي ۲۱مه) د ټاپي پروژې پرانېسته کېږي

دغه ډله وايي، په نیول شویو مراسمو کې د ترکمنستان لوړ پوړي چارواکي هم ګډون کوي

طالبان وايي، ټاپي پروژه د افغانستان او سیمې لپاره یوه مهمه اقتصادي پروژه ده چې په پلي کېدو سره به یې سیمې نوی اقتصادي تحول ورکړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن سې شنبه د (وږي ۲۰مه) په ایکس پاڼه د دغې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په حواله لیکلي چې سبا د چهارشنبې ورځ به د ټاپي پروژې د «پرانیستې» لپاره یوازې په هرات کې رخصتي وي.

د پخواني ولسمشر اشرف غني هڅې

د ټاپي پروژه په ۱۳۹۴ کال کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ګډون د ترکمنستان، پاکستان او هند د ولسمشرانو او لومړیو وزیران له لوري په ګډه پرانیستل شوه.

خو دغه پروژه له هغه وروسته په افغانستان کې د نا امنۍ او د ۱۴۰۰ کال د جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته یې چارې په ټپه ودرېدې.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۳ کال د وږي میاشتې په پیل کې د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په سفر تللی و.

نور ولولئ: د ټاپي پروژې پرمختګ

نور ولولئ: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی

نور ولولئ: د رېل‌پټلۍ او ټاپي پروژو په اړه د خبرو لپاره طالب پلاوی ترکمنستان ته ورسېده

له نوموړي سره په هغه سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو، ماليې، او ټولګټو چارو وزارتونو او د برېښنا شرکت استازی هم مل وو.

طالبانو ویلي وو، په دغه سفر کې له ترکمنستاني چارواکو سره په عشق ابا کې د ټاپي، ټاپ او ریل پټلۍ پروژو او د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په تړاو خبرې کوي.

د ټاپي پروژې مسیر

تر هغه یوه ورځ وړاندې د وږي په شپږمه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم د ترکمنستان او افغانستان تر منځ پر پوله له ترکمنستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې وې.

دغه نل‌لیکه په ترکمنستان کې له ۱۴۷ کیلومتره غځېدو وروسته د افغانستان خاورې ته ننوځي او له هرات، فراه، کندهار او هلمند ولایتونو تېرېږي او پاکستان ته ننوځي چې له هغې لارې هندوستان ته غځيږي.

د ټاپي نل‌لیکه ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د افغانستان له لارې به له ترکمنستان څخه پاکستان او بیا هند ته ۳۳ میلیارډه متره مکعبه ګاز ولېږدول شي.

له دغه ګازو څخه پنځه میلیارډه متره مکعبه به یې په افغانستان کې وکارول شي. چې د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې ټول لګښت لس میلیارډه ډالره اټکل شوی.

خو کارپوهان وايي، لا معلومه نه ده چې دغه پروژه به کامیابه پای ته ورسېږي او که به یې پر وړاندې خنډونه رامنځته شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button