نړیوال خبرونه

طالبان: فلسطین کې د اسراییلو د نویو مېشت‌ځایونو د جوړېدو پرېکړه غندو

طالبان په فلسطین کې د اسراییلو له لوري د نویو مېشت‌ځایونو پرېکړه غندلي ده

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو له لوري د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې د نویو ۳۵۰۰ مېشت‌ځایونو د جوړېدو پرېکړه غندلې او هغه ښکاره تېری بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن جمعه، کب ۱۸مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې ا.ا د فلسطین په لوېدیځه غاړه «الصفه الغربیه» کې د اسراییلو له لوري د ۳۵۰۰ نویو مېشت‌ځایونو د جوړېدو پرېکړه په کلکو ټکو غندي او د بندېدو غوښتنه یې کوي.

د اسراییلو دغه اقدام ناوړه دی

نوموړي لیکلي: «د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د صهیونستي اشغالګرو لخوا د فلسطین په لویدیځه غاړه (الضفة الغربية)کې د ٣٥٠٠ نویو میشت ځایونو جوړولو پریکړه په کلکو ټکو غندي او دغه ناوړه اقدام د فلسطیني ځمکو د اشغال په لړ کې یو بل بربنډ تیری بولي او په ټینګه یې د مخنیوي غوښتنه کوي.»

نور ولولئ: د اسراییل-حماس جګړه به په ۲۰۲۴ کې هم روانه وي

نور ولولئ: حماس-اسراییل جګړه: اسراییلیانو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبارۍ کې ۷۰ کسان وژلي

د بهرنیو چارو وزارت همداراز فلسطین د فلسطینیانو قانوني ځمکه بللې او په وینا یې، «د اسراییلو له‌خوا روانه نسل وژنه به سیمه کې د بې‌ثباتۍ لامل شي.»

یاد وزارت پر نړۍ غږ کړی چې فلسطین کې د روان ناورین مخنیوي په پار بېړني اقدامات وکړي او خپل مسوولیت ادا کړي.

له اسلامي هېوادونو د طالبانو غوښتنه

د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکلي: «نړیواله ټولنه او په خاص ډول اسلامي هېوادونه باید په ګډه د دغه ناورین د مخنيوي په پار عاجل اقدامات ترسره کړي او په دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي، تر څو د فلسطین د مظلوم ولس د ټول وژني، د مځکو د غصب او په سیمه کې د وضعیت د لا بحراني کیدو او بې ثباتۍ مخه ونیول شي.»

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسراییلو د مېشتېدو او پلان جوړونې ادارې چهارشنبه، مارچ شپږمه د فلسطین لوېدیځې غاړه کې د یادو کورونو د جوړېدو اجازه ورکړه چې د ګڼ‌شمېر هېوادونو له غبرګونونو سره مخ شوې.

دا له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو پر غزې برید پیل کړی، لومړی ځل دی چې د یادو مېشت‌ځایونو د جوړېدو پرېکړه کوي.

بل لور ته طالبان له نړۍ په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو غواړي چې له فلسطین سره په دې ناوړه حالت کې ودرېږي او همکاري ورسره وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلو په غزه کې تر ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اړولي ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button