نړۍ خبرونه
رجحان

طالبان م.م ته په غبرګون کې؛ افغانستان کې داعش ډله ځپل شوي

طالبانو د م.م سرمنشي مرستیال څرګندونو ته په ځواب کې داعش ډله ځپل شوي بللي ده

د ملګرو ملتونو د تروریستي ضد چارو مرستیال ویلي وو، په افغانستان کې د داعش خراسان ډله په قوي کېدو ده او ددې توان یې پیدا کړی چې بهر هېوادونو کې بریدونه ترسره کړي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داعش د ګواښ په اړه د ملګروملتو د تروریستي ضد چارو د مرستیال اندېښنې د لوېدیځ پروپاکند وباله.

د نړیوال بنسټونو ادعا او د طالبانو د رد ځواب

ذبیح الله مجاهد پرون (جمعه) پر خپله ایکسپاڼه د سرمنشي د مرستیال (ولادیمیر ورونکوف) د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د طالبانو امنیتي ځواکونو داعش ډله سخته ځپلې ده. ده زیاته کړه، په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون په اړه اندېښنې دې ډلې ته ښکاره کمپاین دی او باید ودرول شي.

ولادیمیر ورونکوف د روسیې تبعه دی او  ډېر کلونه یې د روسیې په بهرنیو چارو وزارت او همداراز په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې د حکومت د استازي په توګه کار کړی دی.

د ملګروملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر مشر د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې له لوري له افغانستانه دباندې د تروریستي بریدونو خطر شته.

ولادیمیر ورونکوف وویل، «د داعش خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې د بهرمېشتو افغانانو او د منځنۍ اسیا د وګړو د ملاتړ په شمول خپلې مالي او لوژستیکي وړتیاوې ښه کړي دي. دې ډلې د جلب و جذب په برخه کې هم خپلې هڅې زیاتې کړې دی.»

له داعش ډلې اندېښنه

ده د تروریزم د ګواښ په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د اسلامي دولت او نورو تروریستي ډلو فعالیتونه «د پام وړ اندیښنه پاتې ده.»

له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د سرمنشي مرستیال ورونکوف همداراز وویل، «موږ باید متحد شو چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په یوه خوندي ځاله بدل نه شي،»

ده د افغانستان له ګاونډیانو یې وغوښتل چې د داعش د خراسان څانګې د ګواښ د خپریدو مخه ونیسي.

د طالبانو ویاند وویل چې د افغانستان ټوله جغرافیه د دې ډلې تر کلک کنټرول لاندې ده، چې هیڅ خپل سري کورنۍ او بهرنۍ ډلې په کې د فعالیت جرات نه لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button