ځایی

طالبان: هېواد کې سېلابونو ۳۳ کسان مړه او ۶۰۰ کورونه ویجاړ کړي

طالبانو خبر ورکړی چې د وروستیو اورښتونو له امله په هېواد کې سېلابونه راوتلي او زیانونه هم لري

د هېواد په ۲۰ولایتونو کې د سختو سېلابونو خبر ورکړل شوی او داسې ویل کېږي چې په همدې ولایتونو کې یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت وايي چې له اختر وروسته ، د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

خلکو ته اوښتي زیانونه

د دغه وزارت ویاند ملا جانان سايق د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې بادغیس، ارزګان، فراه، کندهار، تخار، زابل، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دایکندي، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، پکتیکا، پکتیا، لوګر، لغمان او هرات هغه ولایتونه دي چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله زيانمن شوي.

نور ولولئ: دافغانستان د هوا پېژندنې اداره: په ۲۵ ولایتونو کې به درنه واوره وورېږي

نور ولولئ: په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

نور ولولئ: په ۱۶ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل

flood (3)
طالبان: هېواد کې سېلابونو ۳۳ کسان مړه او ۶۰۰ کورونه ویجاړ کړي

هغه وویل:

“له بده مرغه د سېلابونو رامنځته کېدو له امله ۳۳ کسان شهیدان او ۲۷ کسان ټپیان شوي دي، همدارنګه تقریبآ ۶۰۶ کورونه په کلي او قسمي ډول ویجاړ شوي دي او له ۱۹۵۰ جریب څځه زیاته کرنیزه ځمکه له منځه تللې همدارنګه د سېلابونو له امله په ټول هیواد کې تقریبآ ۸۵ کیلومتره سړکونه او فرعي لارې هم ویجاړې شوې دي. ”

نوموړي زياته کړه چې شاوخوا دوه سوه څاروي هم له منځه تللي او تر زرو زياتې کورنۍ زيانمنې شوې دي.

ددې وخت بارانونه د حاصل لپاره هم مناسب نه دي

په همدې حال کې یو شمېر کروندګر چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شوي؛ وویل چې د ژمي په پیل کې د وچکالۍ له امله اندېښمن وو خو اوس د پسرلي په پیل کې سختو بارانونو او سیلابونو د دوی حاصلات زیانمن کړي دي.

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي ګلاب الدین وايي:

“د بزګرانو لپاره يې دغه وخت مناسب نه دى،حاصل رسېدلى ځکه دې وخت کې بيا د غنمو دانه لوېږي او دانه يې بيا توره راځي او بزګران زيانمن کېږي کورنۍ هم امکانات او سهولتونه نه لري، شديد بارانونه کورنۍ زيانمنوي کورونه خرابوي سيلابونه راوځي. ”

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې وړاندوېنه کړې چې نن (یکشنبه) به د افغانستان ټولو ولایتونو کې باران او د سېلابونو د راوتو احتمال او تالنده وي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو سيمو کې د اورښت اندازه به له ١٥ ملي مترو څخه تر ٦٠ ملي مترو پورې وي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button