کورني خبرونه

طالبان وايي، داعش له منځه تللی؛ تېره شپه یې کابل کې بل برید کړی

افغانستان کې لا هم د داعش ډله فعاله ده او کله، کله پر طالبانو بریدونه کوي

طالبان په پرله‌پسې ادعا کوي چې افغانستان کې د داعش ډله نور له منځه تللي او کوم خطر نه دی، خو په دې وروستیو کې داعش ډلې په بېلو بېلو وختونو کې پر طالبانو خپل بریدونه جاري ساتلي او په خپلو فعالیتونو یې د طالبانو یاده ادعا ننګولي ده.

نور ولولئ: مجاهد: په افغانستان کې د داعش بریدونو یو نیم سلنه امنیت ګواښلی

بل طرف ته طالبان هم پر داعش ډله درانه ګزارونه کوي او په لنډ وخت کې یې له منځه وړي. شنونکي وايي، د داعشیانو پر وړاندې د طالبانو علمیات تر ډېره کامیاب دي او یاده ډله یې کمزوري کړي ده. تېره شپه هم په پلازمېنه کابل کې د طالبانو استخباراتو د داعشیانو پر یوه پټنځای عملیات وکړي او له منځه یې یووړل. په دې اړه باختر خبري اژانس د طالبانو له قوله ویلي، چې د کابل  په بګراميو یې د داعش خلاف عملیات کړي.

په دې علمیاتو کې د داعشیانو له منځه تلل

په دې علمیاتو کې د داعش ډلې کسان له منځه تللي او د طالبانو دولتي اژانس زیاتوي، چې دغه عملیات په میرویس ښارګوټي کې د داعش پر یوه پټنځي شوي دي. که څه هم په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي ،خو خبري سرچينې وايي چې دغه عمليات د داعش د دوو تنو غړو په وژل کيدو سره پاى ته رسیدلي. ددې تر څنګ د طالبانو له مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

نور ولولئ: حقاني وايي، داعش په افغانستان کې ګواښ نه دی

دا په وروستیو میاشتو کې دویم ځل دی چې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د داعش پر پټنځایونو د عملیاتو اعلان کړی دی. طالبان ټینګار کوي چې داعش په افغانستان کې څرګند حضور نه لري او په هیڅ سیمه کنټرول نه لري او دوی یې جدي ګواښ نه بولي.

د یو شمېر هېوادونه اندېښنې

سره له دې چې طالبان په افغانستان کې داعش له منځه تللی ګڼي، خو د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه ادعا کوي چې داعش په دغه هېواد کې رېښې غځوي او ورځ تر بلې پیاوړی کېږي. په دې هېوادونو کې روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه د داعش په اړه له طالبانو حکومت سره خپلې اندېښنې شریکې کړي او غواړي چې مخنیوی یې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې داعش ډلې د طالبانو د بلخ والي او څو نور مهم چارواکي په نښه او ووژل.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button