نړیوال خبرونه

طالبان وايي راتلونکی کال به یې د پوځیانو شمېر ۱۷۰ زرو ته ورسېږي

د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیح الدین فطرت ادعا کړې چې د طالبانو پوځ اوسمهال ۱۵۰ زره پرسونل لري او راتلونکي کال کې به يې شمېر ۱۷۰ زرو ته لوړشي

هغه د دغه پوځ د لګښتونو او د لګښتونو د سرچينو په تړاو جزئيات نه دي ورکړي خو زیاته کړې يې ده چې دغه پوځ د دې جوګه دی چې په ټول هېواد کې امنیت خوندي کړي.

طالبانو په تېر یوه نیم کال کې د خپلو پوځیانو د شمېر په لوړولو کار کړی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې‌ د طالبانو حکومت په چټکۍ د پخواني افغان پوځ له امکاناتو په ګټې د نوي پوځ جوړونې چارې روانې ساتلې.

طالبانو د ۲۰۲۲ ميلادي کال په لومړیو کې ویلي وو چې د خپل پوځ شمېر به زیاتوي.

د هماغه کال په وروستیو کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو یو کال وروسته د طالبانو دفاع وزارت وویل چې د پوځ شمېر یې اوس شاوخوا ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی او که اړتیا ولیدل شي دا شمېر ښایي زیات شي.

په همدې اړوند د دفاع وزارت سرمفتش لطيف الله حکيمي هم څرګندونې کړي

د دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي چې د پوځ د معیاري کولو دنده ور تر غاړې ده، د ۲۰۲۲ ميلادي کال په اګست کې په يوه ځانګړې تلويزيوني مرکه کې ویلي وو چې د پوځ سرتېري یې ټول طالبان نه دي.

تقريبا هره هفته له يوې قول اوردو نه د فارغېدوونکو پوځيانو خبرونه خپريږي چې طالب مشران يې د فراغت په ځانګړو مراسمو کې ګډون هم کوي. که څه د طالبانو د پوځ شمېر تر هغه زيات ښکاري چې دوی يې له رسنيو سره شريکوي.

طالب چارواکو څه موده وړاندې د صفوفو د تصفيې په نامه باندې يو کميسيون جوړ کړی و چې مشر يې د دفاع وزارت سرمفتش لطیف الله حکيمي و. په نوموړي کميسيون کې ډېری طالب چارواکي د بېلابېلو لاملونو له امله له دندې ایسته کړل شول.

نور ولولئ: طالبان غواړي پخوانۍ بهرنۍ پوځي اډې په ځانګړي اقتصادي زونونو بدلې کړي

له هغه سره – سره د طالب پوځيانو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی او لاهم دغه لړۍ په ګړندۍ توګه روانه ده.

په ورته مهال په قول اردو ګانو کې ځينې پوځيان ادعا کوي چې دوی ته ديني درسونه ډېر ورکول کيږي او په وينا يې نظامي تمرينونه يې کم دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button