سفر خبرونه

طالبان: پاکستاني پولیسو زرګونه افغان کډوال نیولي او ځینې یې په مرموز ډول وژلي

اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، ځینې افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له لوري په مرموز ډول وژل شوي دي

سفارت ویلي په دې تړاو یې پاکستاني چارواکو ته خبر ورکړی او یو ځل بیا یې ترې غوښتي چې د افغان کډوالو له نیولو او ځورولو لاس واخلي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنترول لاندې افغان سفارت پر خپله ایکس پاڼه د لږترلږه څلورو کسانو یادونه کړې چې په وینا يې د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي وو او له څه مودې لادرکۍ وروسته یې جسدونه په روغتونو او نورو ځایونو کې موندل شوې دي.

نور ولولئ: پاکستان کې د افغان مهاجرینو ځورول دوام لري

د پاکستان حکومت دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې، خو تر اوسه یې د دوی په بند کې د افغان کډوالو د وژل کېدو دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

ددې پېښو په اړه پاکستانی حکومت خبر کړل شوی

افغان سفارت ویلي چې د وژنو د دغو پېښو په اړه یې پاکستاني چارواکو ته خبر ورکړی او یو ځل بیا یې د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ ودروي ځکه چې په وینا یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغیزه کوي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال محمد عباس ستانکزي هم څه موده وړاندې طلوع نیوز ته ویلي وو چې د ځینو هېوادونو استخباراتي کړۍ دوی سره په زندانونو کې بندي افغان کډوال وژني،‌ بیا یې مړي یو ځای غورځوي او ادعا کوي چې ګوندې په نښته کې یې وژل شوي دي.

نور ولولئ: په نړۍ کې د مهاجرتونو ګڼ لاملونه

ښاغلي ستانکزي ویلي وو دا کار د دې لپاره کېږي چې د افغانستان او افغانانو نوم بد کړي.

هغه که څه هم د کوم مشخص هېواد نوم نه و اخیستی، خو د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو خبرونه تر ډېره له پاکستان او ایرانه ترلاسه کېږي چې میلیونونه افغان کډوال پکې اوسي.

پاکستان کې پر بریدونو د افغان طالبانو تورنول

د ښاغلي ستانکزي تر دغو څرګندونو لږ ورمخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ وو، په اسلام اباد کې یې د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې له افغان سفارت غوښتي، چې د هغو درېیو افغان وسلوالو مړي ترې تسلیم او ترلاسه کړي، چې په وینا یې د جولای میاشتې پر دولسمه په ژوب کې د پاکستاني ځواکونونو پر يوه پوځي مرکز په برید کې وژل شوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ان دا دعا هم کړې، چې ګوندې په دغه هېواد کې د ناامنیو پېښو کې ځینې افغانان هم ښکېل دي او دوی یې ثبوتونه او شواهد د طالبانو له حکومت سره شریک کړي دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د ګاونډیو په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او اجازه نه ورکوي، چې خاوره یې د نورو پر ضد وکارول شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button