طالبان: پاکستاني پولیسو پر افغان کډوالو ژوند تریخ کړی
اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، پاکستان د افغان کډوالو ژوند تریخ کړی دی
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د چلن په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه سفارت د تلې په دیارلسمه، د پنجشنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې د سفارت د کډوالۍ او کونسلۍ چارو یوه ګډ پلاوي د اسلاماباد د پولیسو له عمومي قوماندان اکبر نصیرخان سره کتلي دي.
نور ولولئ: امرالله صالح وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د باج اخیستو لپاره چل دی
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې پولیسو په پاکستان، په ځانګړې توګه اسلاماباد کې پر افغان کډوالو ژوند تریخ کړی چې په وینا یې، دا د اندېښنې وړ مسله ده.
پاکستانیو پولیسو ښځې او ماشومان نیولي
د خبرپاڼې له مخې، پاکستاني پولیسو د ماشومانو او ښځو په ګډون د ناقانونه کډوالو تر څنګ، هغه افغان کډوال هم نیسي او ځوروي یې چې قانوني اسناد لري.
خبرپاڼه کاږي، د پاکستان پولیسو ورته ویلي چې د دغه هېواد حکومت پولیسو ته جدي سپارښتنه کړې، څو ناقانونه کډوال ونیسي، خو په خبره یې، هڅه به وکړي چې د قانوني اسنادو لرونکي کډوال، ښځې او ماشومان ونه نیسي.
نور ولولئ: پاکستان کې افغان کډوال؛ د پاکستان د چلن پر وړاندې د ملا یعقوب توند غبرګون
په پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د کډوالۍ اړوندو فعالو سازمانونو سره هلته د افغان کډوالو د سخت وضعیت په اړه خبرې وکړي او د حل لپاره یې بیړنۍ حللاره ومومي.
پاکستان کې وروستي بریدونه او ناامنۍ
پاکستان کې د تېرو دوو کلونو راهیسې امنیتي پېښې په شدت سره ډېرې شوي دي او هره ورځ لسګونه پوّځیان په ځانمرګو بریدونو، سنایپر وسلو او نورو وسله والو نښتو کې وژل کېږي چې دې چارې د پاکستان نظامي ادارې ډېرې وارخطا کړي دي.
پاکستان په ځلونو مذهبي توندلاري د افغانستان خلاف کارولي، خو دا ځل دغو ډلو پاکستان ته مخه کړي ده، ځکه پاکستان کې د وسله والو په وینا شرعي نظام نشته او ددې نظام په خلاف د دوی په وینا جهاد فرض دی او په همدې عقیده دوی جګړه مخکې وړي.
د پاکستان اوسنی نظام له دریو لورو له لوی ګواښ سره مخامخ دي چې لومړی تحریک طالبان پاکستان او مذهبي توندلاري دي، دویم بلوچ ملتپال او دریم هم ازادي غوښتونکي جنبشونه دي چې د پاکستان د دولت پر ضد فعالیت کوي.
د یادونې وړ ده چې هره ورځ پاکستان کې امنیتي حالت خرابېږي او هره ورځ بریدونه کېږي.