ځاییکورني خبرونه

طالبان: پاکستان کې دننه د امنیت د خرابوالي مسئوول نه یو

د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، موږ په پاکستان کې د امنیت د خرابوالي مسئوول نه یو

د طالبانو د پاکستان د لومړي وزیر په خبرو کلک غبرګون ښودلی او ویلې یې دي چې اسلام اباد باید د خپلو ستونزو او ناکامیو پړه پر افغان طالبانو وانه چوي بلکې خپل امنیت دې خوندي کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني لومړي وزیر څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، دوی په پاکستان کې دننه د امنیت ټینګولو مسؤلیت نه لري.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، پاکستان باید خپل کورني مسائل پخپله حل کړي او په وینا یې د خپلو ناکامیو پړه دې پر افغانستان نه اچوي.

ښاغلي مجاهد ويلي، دوی د افغانستان په شان په پاکستان کې هم امن غواړي.

د طالبانو پر وړاندې د پاکستان لومړي وزیر تونده لهجه

وړاندې پاکستان کې د لنډمهاله حکومت لومړي وزیر انوار الحق کاکړ تور پورې کړی و چې ګواکې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

بل لور ته د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سراج الدین حقاني له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه نیوکه کړې او دا یې نامناسبه پرېکړه بللې.

د پاکستان د لنډمهالي لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې پر ایکس (مخکیني ټویټر) شبکه خپرې کړې اعلامیه کې ښاغلي مجاهد یوځل بیا ټینګار کړی چې حکومت یې هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد استعمال کړي.

نور ولولئ: اصف منیر: موږ ته کډوال نه پاکستان مهم دی او داخله وزیر وايي، افغان کډوال خامخا باسي

دده په ټکیو ”اسلامي امارت په پاکستان کې دننه د امنیت د ټینګولو مسؤلیت نه لري او هغوی دې (چې اشاره یې د پاکستان حکومت ته ده) خپل کورني مسائل پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي دې افغانستان ته نه راجع کوي.”

د طالبانو په بیا واک ته رسېدو پاکستان کې حالات خراب شوي

ښاغلي مجاهد د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونو ته په اشاره ویلي، دا چې په افغانستان کې د دوی حکومت له واکمنېدو سره په پاکستان کې نا امني ډېره شوې، ددې دلیل نه شي کېدای چې ګنې همدوی دې په هغه هېواد کې د نا امنیو تر شا وي.

ښاغلی مجاهد وايي: ”په افغانستان کې وسلې خوندي دي او د چا لاس ته نه دي ورغلي او نه هم قاچاق شوي دي.”

هغه وايي، افغانستان د یو ورور او ګاونډي هېواد په شان له پاکستان سره د ښوو اړیکو غوښتونکی دی، خو په وینا پاکستانی اړخ هم باید دده په ټکیو د اسلامي امارت ښه نیت درک کړي او د دوی په اراده دې شک نه کوي.

وړاندې پاکستان کې د لنډمهاله حکومت لومړي وزیر انور الحق کاکړ تور پورې کړی چې ګواکې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button