افغانستان

طالبان: په افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزناک نه دی

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) ماموریت اغېزناک نه دی.

مجاهد د سه‌شنبې په ورځ (د حوت ۱۴مه) په یوه پیغام کې رسنیو ته ادعا کړې چې یوناما د طالبانو په اړه ملګرو ملتونو ته ناسم راپورونه او معلومات وړاندې کړي دي.

هغه زیاته کړې: «په افغانستان کې د امنیتي پرمختګونو او ثبات په اړه هېڅکله یوناما ملګرو ملتونو ته کره راپور نه دی ورکړی.»

د طالبانو ویاند ویلي، یوناما تل هڅه کړې چې د دې ډلې په اړه منفي موارد نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یوناما په خپلو راپورونو کې د افغان نجونو او ښځو د زده کړو او له کار د محرومیت یادونه کړې او د طالبانو لخوا د بشري حقونو د نقض موضوع یې روښانه کړې ده.

یاده دې وي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د مارچ تر ۱۷مې پای ته رسېږي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د دې ماموریت د تمدید احتمال شته.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button