سیمه‌ییز

طالبان په ولایتونو کې انسټیټیوټونو ته د نجونو د جذب لړۍ پیل کړي ده

طالبان وايي چې د ګڼو ولایتونو روغتیا پالنې او قابله‌ګۍ انسټیټیوټونو کې د نجونو د جذب لړۍ پیل کړي

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د دغې ډلې د عامې روغتیا وزارت د پرېکړې له مخې کاپيسا، پکتيا، خوست د روغتيايي علومو انسټيټیوټونو او د بدخشان د قابله‌ګۍ څانګې ته د هغو نجونو د شاملېدو لړۍ پيل شوه چې له دوولسم ټولګي فارغې شوې وې.

د دغې پرېکړې له مخې د کاپيسا، پروان، پنجشېر، ميدان وردګو، غزني، پکتيا، لوګر، خوست، بدخشان، باميانو او پکتيکا ولايتونو له ۱۲ ټولګي څخه فارغې شوې نجونې نوم لیکنه کولای شي‌.

په دې اړه د روغتیا وزارت مکتوب

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دغو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو ته د يوه مکتوب له لارې لارښوونه کړې، چې له ۱۲م ټولګي فارغې شوې نجونې روغتیایي انسټیټیوتونو کې جذب کړي.

د دوی په وینا، دغو ولايتونو ته په همدې موخه پلاوي هم استول شوي دي.

نور ولولئ: طالبانو هوايي ډګر کې اماراتو ته تلونکو نجونو محصلینو ته د تګ اجازه ورنه کړه

نور ولولئ: افغان زدهکوونکي: نوی ډیلی دې زموږ ویزې تمدید او سکالرشیپونه دې راته پیل کړي

نور ولولئ: خصوصي پوهنتونونو ته د طالبانو نوی امر

تر دې یوه اونۍ وړاندې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي و، چې افغانستان د طالبانو د سختو سیاستونو له امله د روغتیا پالو او ډاکټرانو له کمښت او د روغتیایي ناورین سره مخامخ دی.

students
افغان محصلانې

پر ښځو د بندیزونو په اړه نړیوالې اندېښنې

ورته مهال د بشري حقونو څار بنسټ هم د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې لیکلي و، چې پر ښځو د طالبانو د بندیزونو او د نړۍوالو مرستو د راکمېدو سره د افغانستان روغتیایي برخه اغېزمنه شوې، چې ورسره د مېلیونونو کسانو روغتیا له ګواښ سره مخامخ شوې ده.

تر هغې وړاندې په کابل کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ د تشخیص لومړني کلینیک په پرانیست غونډه کې بیا د طالبانو د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر ویلي و، چې اوس‌مهال د افغانستان روغتیایي برخه تر بل هر وخته ښه شوې ده.

خو افغان ملت بیا نیوکه کوي او وايي چې که چېرې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې خلاصې نه شي، نو راتلونکو کلونو کې به د روغتیا نورو برخو کې افغانان له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې او ددوی پر کار یې بې مخینې بندیزونه وضع کړل.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button