نړیوال خبرونه

طالبان: په کابل کې یې کوم شمېر بلوڅ کډوال نیولی وو هغه يې خوشي کړي دي

کابل کې مېشت بلوڅ کډوال وايي، طالبانو یو شمېر نیول شوي بلوڅان پرې ایښي دي، خو په وینا یې دوی غواړي چې طالبان باید ټول بلوڅ کډوال ازاد کړي. په کابل کې د بلوڅو کډوالو یوه مشر حاجي بابو مري د یوي سرچینې خبریال ته وویل، طالبانو پرون له نیول شویو کډوالو ۱۳ تنه سپین ږیري خوشي کړي، خو په وینا یې نور نیول شوي کسان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

ښاغلی مري وايي: لس – پنځلس کاله کېږي، چې دا کسان دلته کډوالو په توګه ژوند کوي، موږ د طالبانو له مشرانو هیله کوو، چې دا نیول شوي کډوال راخوشي کړي. ” د فري بلوچ موومنټ یوه غړي شورش بلوڅ دا نیونې د کډوالۍ د نړیوالو اصولو خلاف کړنه بللې.

نوموړی زیاته کړه، ”دا ټول کډوال د ملګرو ملتونو له کډوالۍ ادارې یو این ایچ سي ار سره ثبت دي او د ټولو نومونه او معلومات شته. ” هڅه مو وکړه له طالبانو معلومه کړو، چې دا کسان ولې نیول شوي، او څه به ورسره کېږي، خو هېڅ طالب ویاند د دې پوښتنو ځواب ته چمتو نه شو.

په تېر کې پاکستاني چارواکو ویلي و، طالبانو حکومت ډاډ ورکړی د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتونپالو فعالیتونو ته به په افغانستان کې دننه اجازه نه ورکوي او دا چې افغان خاوره به د پاکستان خلاف نه کارول کېږي. بلوڅ کډوال بیا وايي، دوی افغانستان کې هیڅ ډول سیاسي او جګړه ییز فعالیتونه نه لري.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button