نړیوال خبرونه

طالبان کابل کې د ‘دیني عالمانو او قومي مشرانو مشورتي’ غونډه جوړوي

د طالبانو حکومت د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د «دیني عالمانو سترې مشورتي غونډې» ته تیاری نیسي

د طالبانو حګومت ته نږدې سرچینې وايي، د طالبانو حکومت د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د چنګاښ په اتمه په کابل کې د ‘دیني عالمانو یوې سترې مشورتي غونډې’ ته تیاری نیولی دی. دا سرچینې وايي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د هرې ولسوالۍ دیني عالمان او قومي مشران برخه واخلي. تراوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول د دې غونډې د جوړیدو اعلان نه دی.

د تیرې مۍ میاشتې په نیمايي کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د شته ستونزو او سیاسي مسلو په سر د مشورو لپاره په پام کې ده چې کابل کې یوه غونډه جوړه شي. ښاغلي مجاهد ویلي وو: “داسې یو پلان شته چې د موجوده ستونزو او ځینو سیاسي مسایلو لپاره یوه شورا جوړه شي، یو مجلس جوړ شي د افغانانو ترمنځ دا چې څه وخت به جوړیږي په یو مکانیزم باندې کار روان دی دا مکانیزم چې کله نهايي شو بیا به جزئیات خپاره کړو”.

د کابل پوليتخنیک پوهنتون له خوا په یو خپور شوی مکتوب کې چې په ټولنیرو رسنیوکې خپور شوی ویل شوي، چې د یکشنبې له ورځې څخه د یوې اونۍ لپاره د هېواد د علماوو د سترې غونډې د جوړیدو په مناسبت چې د لویې جرګې تالار کې به جوړه شي دا پوهنتون د چنګاښ تر ۱۲ پورې رخصت دی. نن د یکشنبې په ورځ جون ۲۶ (چنګاښ ۵) د طالبانو د حکومت امنیتي منسوبینو د لویې جرګې د خیمې د سیمې سره نږدې ځینې کورونه تلاشي کړي دي.

ځینو سرچینو د بهارستان او باغ بالا په ځینو سمیو کې د کورونو د تلاشۍ هدف د لویې جرګې په خیمه کې د دیني علماو غونډې لپاره د امنیت برابرول ښودلې دي. همدا شان د طالبانو حکومت د لویې جرګې د خیمې شاوخوا سیمو کې اضافي امنیتي ساتوونکي هم ځاي پر ځای کړي دي. د سیاسي چارو یو شمیر افغان کارپوهان په دې باور دي چې دا د ‘دینې علماو جوړیدونکی یوه مشورتې’ غونډه ده چې د طالبانو حکومت غواړي په یو لړ مسلو د غونډې برخه والو سره سلامشورې وکړي.  د سیاسي چارو یو کارپو قاضي محمد حسن حقیار وايي، چې د طالبانو د حکومت هدف د دې غونډې د جوړیدلو څخه په کور دننه مشروعیت ترلاسه کول دي.

نور یی ولوله| فاروق وردګ: درې رنګه بېرغ ماته او ۴۰ میلیونه انسانانو ته ډوډۍ نه ورکوي

نور یی ولوله| د ډاکټر سلیمه افغان کیسه: سلیمه افغان د کومو کړاونو وروسته ډاکټره شوه؟

ښاغلي حقیار وویل: “زه فکر کوم چې دا د کورني مشروعیت لپاره د امارت هڅه او مشورتي ناسته ده. مشورې به په کې کیږي خو هغه څه چې په ځینو رسنیو کې ویل کیږي د هیواد ډیر مهم اساسي مسایل لکه اساسي قانون، د حکومت طرز او حکومت کې د نورو ونډه دا مهم موضوعات چې دي اجندا کې شامل مسایل نه دي، د دې ناستې د ګډوالو لپاره ځینې موارد ښودل شوي دي”.

د پوهانو یوه غونډه چې د اجنډا په اړه بحث کوي او په کومو مسلو پریکړه یا بحث کیږي

د سیاسي چارو یوبل کارپوه شهزاده مسعود وايي: “زما په اند باندې خو دا لویه جرګه نه ده بلکې دا به د علماو یوه غونډه وي دا چې اجندا یې څه او په کومو مسلو باندې تصمیم نیول کیږي یا بحث ورباندې کیږي دا هغه څه دې چې وروسته به معلوم شي. ” د سیاسي چارو یو بل کارپوه ویس ناصري وايي، چې تراوسه څرګنده نه ده چې د طالبانو حکومت دا غونډه د کوم معیار او قانوني سند له مخې رابولي. دی وايي چې اوس مهال افغانستان کې د تیر رژیم اساسي قانون لغوه شوی او نوی قانون هم نه دی نافذ شوی.

په جرګه کې اکثره کسان طالبان دي

ښاغلي ناصري زیاته کړه: “په جرګه کې اکثریت سړي، طالبان او د طالبانو پلویان دي هغوی چې د طالبانو سره مخالفت نلري او که مخالفت هم ولري په نمایشي ډول به وي”. د طالبانو حکومت تر اوسه د جرګې د ګډون کوونکو او د جرګې د اجندا په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي. خو د طالبانو ریاست الوزرا ته په یو منسوب مکتوب کې چې په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی په کې ویل شوي، چې دغې غونډې ته دې داسې علماء راوبلل شي، چې ښه شهرت، نوم او تقوا ولري او د ‘جهاد’ څخه یې ملاتړ کړی وي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button