سفر خبرونه

طالبان: ۲۰۰۰ بهرنیان افغانستان ته د کار لپاره ورغلي

د طالبانو رژیم وايي، تېره یوه میاشت کې ۲۰۰۰ بهرنیان افغانستان ته د کار لپاره ورغلي دي

هاخوا بیا افغانان وايي، په افغانستان کې بې کاري په اوج کې ده او اکثره ځوانان په ناقانونه لارو له هېواده وځي تر څو په ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې خپلو اولادونو ته روزي پیدا کړي.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ادارې د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په تلې میاشت کې ۲۱۳۱ بهرني وګړي د ځمکې او هوا له لارو افغانستان ته راغلي دي. دغه اداره وايي، چې له دې ډلې ۴۳۴ تنه یې ګرځندویان او پاتې نور یې افغانستان ته د کار لپاره راغلي.

په بهرنیو وګړو کې ښځې

د طالبانو د احصايي او معلوماتو ادارې د یکشنبې په ورځ د (لړم شپږمه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو بهرنیو وګړو له جملې ۶۳ تنه یې ښځې دي.

دغې ادارې ویلي، چې په دغه موده کې ۱۸۰۹ تنه بهرني وګړي له افغانستانه وتلي دي.

د احصايې ادارې د معلوماتو له مخې، ډېری تګ راتګ د ځمکې له لارو کیږي.

نور ولولئ: افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو د راتګ زیاتېدل

نور ولولئ: ایټالیا؛ ترافیکي پېښه کې ۲۱ سیلانیان مړه شوي دي

افغانستان ته بهرني وګړي د نیمروز، تورخم، حیرتان، هرات او بلخ د هوايي ډګرونو له لارو راغلي دي.

ga4inecxcaaqkvy

طالبان افغانستان ته د بهرنیو وګړو تګ راتګ د هېواد د اقتصادي او امنیتي وضعیت د ښه کېدو نښه ګڼي.

خو له هېواد څخه د کډوالۍ د پراخو څپو راپورونه د طالبانو له دې ادعا سره مخالف دي.

له افغانستانه د کډوالۍ څپې

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د روان کال په زمري میاشت کې ویلي، چې له ۲۰۲۰ کال رهیسې نږدې اته میلیونه افغانانو خپل هېواد پریښی دی.

دغه سازمان ویلي، چې له دې جملې یو میلیون افغانان په اروپا او ۸۵ سلنه په ګاونډیو هېوادونو کې ځای ځای پر شوي دي.

همدارنګه ملګرو ملتونو ویلي،، چې ۷۰ سلنه افغانان چې ایران ته کډوال شوي، په هېواد کې د کاري فرصتونو د نه شتون له امله کډوالۍ ته اړ شوي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د روان کال په وږي میاشت کې ویلي و، چې د زمري میاشتې له ۲۸مې د وږي تر درېیمې نېټې د طالبانو تر واک لاندې له افغانستانه له ۷۲ زرو څخه ډیر کسان وتلي دي.

د سازمان په خبره یاد کسان د درملنې او بیکارۍ له امله پاکستان او ایران ته تللي دي.

همدارنګه دغه سازمان د روان کال د تلې په میاشت کې په خپل راپور کې ویلي و، چې په تېرو شاوخوا اتو میاشتو کې څه کم یو میلیون او ۶۰۰ زره کسان پاکستان او ایران ته کډوال شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button