Uncategorized

طالب مشران د نوی حکومت جوړولو لپاره لا هم مشورې کوي

طالب مشران د نوی حکومت جوړولو لپاره لا هم مشورې کوي.طالب مشرانو په کندهار کې غونډه تر سره کړې او د حکومت د جوړونې په اړه يې سلامشورې کړې.

د سينهوا اژانس د خبر پر بنسټ د افغانستان د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د اګست په ۳۱مه نېټه وويل، چې د طالبانو مشرانو په کندهار ولايت کې غونډه تر سره کړې او د حکومت د جوړونې په اړه يې سلامشورې کړې دي.

مجاهد په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو وويل، چې ياده غونډه په کندهار کې د اګست له ۲۸مې څخه تر ۳۰ مې نېټې پورې د طالبانو د مشر هيبت الله اخونزاده په مشرۍ تر سره شوې ده. په دې غونډې کې د افغانستان د سياست، امنيت، ټولنيزو مسئلو او د حکومت د جوړونې په اړه سلامشورې شوې دي.

20210831 163236

ذبيح الله مجاهد د اګست په ۳۱مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې افغانستان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، افغان سوداګر او پانګوال بايد د اقتصادي ستونزو د حل په بهير کې ګډون وکړي.

نوموړي په همدې ورځ دا هم وويل، چې افغانستان غواړي د امريکا په شمول له ټولو هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي اړيکو ته پرمختګ ورکړي او هيله يې ښودلې، چې ټول هېوادونه له افغانستان سره ښې سياسي او تجارتي اړيکې وساتي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button