افغانستان

طالب ویاند: دایکنډي کې پر ملکي وګړو بریدګر داعشیان مو ووژل

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، هغه داعشیان چې دایکنډي کې یې مکلي وګړي وژلي، له منځه یووړل

طالبان که څه هم د داعش ډلې د ځپلو او په افغانستان کې د له منځه تلو ادعا کوي، خو کله، ناکله دغه ډله اوس هم په افغانستان ښکاره کوي او عملیات سرته رسوي.

تازه، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرته له دې چې د داعش ډلې نوم واخلي وایي: «نن ناوخته په غور ولایت کې یوه وحشي او فتنه ګره ډله له منځه ولاړه.» مجاهد پر اېکس خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، دا هغه ډله وه چې د غور او دایکنډي ترمنځ یې څه باندې شلو هزاره ګانو ته یې مرګژوبله اوړولې وه.

د المرصاد ورځپاڼې خبر

د احمد تقي په نوم د طالبانو یو غړي پر اېکس خواله رسنۍ د سیف الله سعید مشهور په جواد بدر په نوم د یو کس د انځور په خپرولو سره ویلي، چې هغه په غور کې د داعش سره د جګړې پر مهال وژل شوی دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د طالبانو اړوند المرصاد وېبپاڼې د غور ولایت په فېروز کوه کې د داعش ډلې د دوو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

نور ولولئ: خلیلزاد: داعش په بلوچستان کې روزل کېږي

نور ولولئ: د طالبانو رژیم: داعش خراسان اوس د پاکستان له بلوچستان او خیبرپښتونخوا فعالیت کوي

نور ولولئ: متقي د مسکو فارمټ ناسته کې؛ سیمه کې د داعش د مرکزونو ایجاد اندېښمن کړي یو

دغې وېبپاڼې وژل شوي کسان د عزیز او مرتضی په نوم یاد کړي او ویلي یې دي، چې عزیز تیره میاشت هغه برید پلان او پلي کړی و، چې په پایله کې یې د دایکنډي او غور ترمنځ ۱۴ ملکي کسان په کې وژل شوي و.

afghan 2024 10 21t004959.012

المرصاد په خپل راپور کې د مرتضی په نوم وژل شوی کس بیا بهرنی وګړی یاد کړی دی.

مجاهد بیا زیاته کړې ده، چې طالبانو نن د غور ولایت د مرکز په مارکو سیمه کې د یادې ډلې پر یوه پټنځای عملیات کړی، چې په پایله کې یې د دې ډلې مشر او یو بل مهم غړی وژل شوي دي.

په نورو سیمو کې د داعش ډلې بریدونه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې یادې ترهګرې ډلې د غور په ګډون په کابل او بامیان ولایتونو کې هم په څو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.

د نوموړي په وینا، طالبانو له یوې اونۍ راهیسې د دغې ډلې پر وړاندې عملیات پیل کړي و، چې په دغو عملیاتو کې د داعش یو شمېر نور غړي نیول شوي هم دي.

د طالبانو ویاند وایي، چې په دې عملیاتو کې یوه اندازه مهمات، لاسي بمونه او نور چاودېدونکي توکي هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

مجاهد همداراز وویل، چې د دغې ډلې مشري له بلوچستان څخه کېدله.

د یادولو ده، چې د روان کال د وږي په ۲۲مه نېټه د غور او دایکنډي ولایت په سرحدي سیمو کې د قرودال په کلي کې په یوه خونړي برید کې ۱۴ هزاره وګړي ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button