طالب چارواکی یوسف وفا: “عباس ستانکزی باید پوځي محاکمې ته راکش کړل شي

اړوند خبرونه:
د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې راډیویي خپرونې ولې بې کیفیته دي؟
طالبانو په خوست کې د «غرغښت» راډیو خپرونې بندې کړې
افغانستان انټرنېشنل د ترلاسه کړو سندونو پر بنسټ په بلخ کې طالب والي او ددغه ډلې امیر ملا هبت الله اخوندزاده ته وفادار کس محمد یوسف وفا ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال محمد عباس ستانکزی باید نظامي محاکمې ته راکش کړل شي.
یاده رسنۍ په خپل راپور کې کاږي چې د یوسف وفا له دفتر د سلواغې په لومړۍ نېټه د طالبانو سترې محکمې ته د لېږل شوي رسمي لیک له مخې، د بلخ والي غوښتنه کړې چې ستانکزی د طالبانو د مشر د “بې احترامۍ” په تور محاکمه شي.
نوموړي والي پر عباس ستانکزي تور پورې کړی چې په خوست ولایت کې یې د دستار بندۍ په مراسمو کې د وینا پر مهال د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده بې احترامي کړې ده.
عباس ستانکزی لومړنی طالب چارواکی و چې په افغانستان کې یې د نجونو پر مخ او واک کې نه شریکولو له امله یې د طالبانو پر امیر ستوغې او نېغې نیوکې کولې.
د افغانستان انټرنیشنل د راپور له مخې، د بلخ والي په خپل لیک کې ټینګار کړی، چې ستانکزي د طالبانو د مشر له امر او لارښوونو سره مخالفت ښودلی او د ده دغه کړنه د قضايي څېړنې وړ ده.
هغه زیاته کړه چې د اسلامي شریعت له مخې، د امیر اطاعت واجب دی او د هغه نافرماني د سزا لامل کیږي.
خو ښاغلي ستانکزي بیا بار، بار په خپلو ویناوو کې ویلي چې امیر د اسلامي شریعت خلاف کړنې ترسره کوي، د هغه امر پر ځان منل واجب نه دي.
د ځینو رسنیو په باور د طالبانو د مشرانو تر منځ اړیکې ترینګلي شوي دي.