بیلي بيلي فلاټفورم نړیوال حضور پراخوي؛ یوټیوب ته سیالي

بیلي بيلي فلاټفورم له چین بهر د کاروونکو او منځپانګې جوړوونکو د راجلبولو لپاره خپل نړیوال حضور پراخوي او د یوټیوب سیالۍ ته چمتووالی نیسي.
چینایي ویډیويي فلاټفورم په نړیوال بازار کې د خپل حضور د پراخولو لپاره تازه هڅې پیل کړې دي. د دې شرکت نوی تمرکز د بهرنیو کاروونکو او منځپانګې جوړوونکو راجلبول دي.
د راپورونو له مخې،یاد فلاټفورم خپله نړیواله اپلېکېشن بېرته فعاله کړې او د بهرنیو کاروونکو لپاره یې د نوملیکنې بهیر هم اسانه کړی دی. د نړیوالې نسخې په برخه کې د هویتي اسنادو د تایید پخوانی شرط هم لرې شوی دی.

بیلي بيلي فلاټفورم د نړیوالو کاروونکو لپاره
بیلي بيلي فلاټفورم د نړیوالې پراختیا په لړ کې د انګلیسي ژبې وېبپاڼې د جوړولو او په مهمو نړیوالو بازارونو کې د کارکوونکو د ګمارلو هڅې هم کوي.
د دې فلاټفورم له خوا د نړیوالو منځپانګه جوړوونکو د جذب لپاره هڅې په داسې مهال پراخېږي چې دغه شرکت غواړي خپل لوی چینایي کاروونکي بنسټ له نړیوالو بازارونو سره ونښلوي. د راپورونو له مخې، د دې پلاتفورم اصلي چینایي نسخه شاوخوا ۳۷۶ میلیونه میاشتني فعال کاروونکي لري.
د بیلي بيلي فلاټفورم او یوټیوب سیالي
یاد فلاټفورم غواړي نړیوالو جوړوونکو ته د عاید او د پراخو لیدونکو د ترلاسه کولو فرصتونه برابر کړي، خو د نړیوالې کچې د عایداتي پروګرامونو جزئیات لا بشپړ نه دي روښانه شوي.

د بیلي بيلي فلاټفورم نړیواله پراختیا ښيي چې شرکت غواړي له خپل دودیز چینایي بازار څخه بهر هم د ویډیو شریکولو په برخه کې ونډه واخلي.
د بیلي بيلي فلاټفورم لپاره یوه مهمه ننګونه د نړیوالو کاروونکو باور، د منځپانګې مدیریت او له پخوانیو نړیوالو ویډیويي پلاتفورمونو سره سیالي ده.
سره له دې، بیلي بيلي فلاټفورم د نړیوالو کاروونکو لپاره د اسانه نوملیکنې او د منځپانګې جوړوونکو د راجلبولو له لارې هڅه کوي خپل نړیوال بازار پراخ کړي. د بیلي بيلي فلاټفورم او یوټیوب ترمنځ د سیالۍ پایله به تر ډېره د نړیوالو جوړوونکو د جذب، عایداتي فرصتونو او د کاروونکو د ساتلو په وړتیا پورې تړلې وي.




