نړیوال خبرونه

ظالبانو باندې د ملګري ملتونو بندیزونه

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا په طالب مشرانو يوځل بيا سفري بنديزونه لګولو سره نړۍ د افغانستان سره په سفارتي مشکلاتو کې مخ شوې ده..

طالبان پر افغانستان واکمن وو

يو کال پوره شو چې په افغانستان د طالبانو واکمني ده خو تر اوسه نه خو په ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازی شته او نه د نړۍ کوم بل ملک د دوی حکومت په رسميت پېژندلی. او له تېرې جمعې راهیسې د طالبانو خارجه وزير هم د ملګرو ملتونو له خوا د سفري بنديزونو سره مخ دی

افغانستان د شمالي کوریا په پرتله په یوه جدي ډیپلوماتیکه شخړه کې دی

څېړونکي وايي، نن سبا افغانستان د شمالي کوريا نه هم په سخت سفارتي جنجال کې ګېر دی ولې چې شمالي کوريا خو بيا هم د نړۍ په ۴۵ ملکونو کې سفارتخانې لري او په ملګرو ملتونو کې يې استازی ناست دی خو د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان په سفارتي توګه د نړۍ نه بېخي ځانله کړی شوی دی

ور یی ولوله | مجاهد: بې پیلوټه الوتکې د افغانستان په حدودو کې ګرزي

ور یی ولوله | متحده عربی امارتو د پاکستان سیلاب ځپلو خلکو سره د مرستې اعلان وکړ

۱۳ طالب مشرانو ته د سفري بنديزونو نه عارضي رعايت ورکړی شوی وو کوم چې په ۱۹ اګست ختم شوی او د ملګرو ملتونو امنيت شورا هغوی ته نور رعايت ورکولو ته تياره نه ده. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د قرارداد ۱۲۶۷ تر مخه د کال ۱۹۹۹م راهیسې په ۱۵۱ طالب مشرانو د ترهګرو ډلو سره د اړيکو په سر سفري بنديزونه لګېدلي وو.

د امريکې د خارجه وزارت ترجمان وي او اې ته ويلي، “په يو دريمګړي هېواد کې د طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې اترې ګټورې دي ځکه چې اوس امريکا په افغانستان کې نه شته. د امنيت شورا دوه نورو پخو غړو روس او چين هم د طالبانو سره د سفارتي هلو ځلو جاري ساتلو ضرورت څرګند کړی دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button