نړیوال خبرونه

ظریفه غفاري د ‘زړورو ښځو’ جایزه وګټله

د افغانستان د میدان ښار ښارواله ظریفه غفاري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سږکال زړورو ښځو جایزې ګټونکې اعلان شوې ده.

نوموړې په ۲۶ کلنۍ کې د میدان وردګو د میدان ښار ښارواله وټاکل شوه. اغلې غفاري کابل کې اوسېدلې ده. ښوونځی یې کابل کې پیل کړی او پکتیا ولایت کې یې پای ته رسولی او په هند کې یې اقتصاد کې لیسانس لوستی دی.‌

ظریفه غفاري هند کې له لوړو زدکړو وروسته افغانستان ته ستنه شوې او د “افغان ښځو د پرمختګ همکارۍ” په نامه بنسټ او د “پېغلې” په نامه راډیو یې میدان وردګو کې پیل کړه.‌ نوموړې دوه کاله د ځوانانو د پارلمان غړې وه.

اغلې غفاري په ۱۳۹۷ کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د میدان ښار د ښاروالې په توګه غوره شوه.

رسنیود ۲۰۱۹ کال لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د سلو الهام بخښونکو او اغېزناکو ښځو نوملړ خپور کړی دی. په دې نوملړ کې له افغانستان د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار د ښاروالې ظریفې غفاري نوم هم راغلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هرکال د زړورو ښځو په نامه جایزه د نړۍ هغو ښځو ته ورکوي، چې تر ډېره د سولې، عدالت، بشر حقونو، او په خپل هېواد کې د ښځو د رول ډېرولو او جنسیتي برابرۍ په برخو کې فعالیت کوي

د یادونې وړ ده چې یاد مېډال د امریکا د و خارجه وزیر لخوا ورکړلشوئ دغه غونډه امریکا د متحده ایالاتو په خارجه وزارت کې جوړه شوې وه  

اغلې غفاري د ښاروالې په شمول حکومت کې په مختلفو بستونو کار کړئ ویل کيږي نوموړې د محصلئ دوره کې هم ډېره لایقه وه او په خه نمرو کامیابېده او درس او تدریس سره  یی ډېره علاقه ده.  .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button