نړیوال خبرونه

ظواهري باندې حملې وروتسه طالبا مشرانو خپلمنځي غوونډه راوبلله

رویټرز خبري اژانس د یو شمېر طالب سرچینو له قوله ویلي، د دې ډلې مهم مشران د خپلمنځي غونډو لپاره راټول شوي او پر مهمو مسلو بحث کوي

امریکا ویلي چې الظواهري په کابل ښار کې د هغه په ​​کور کې د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه شوی دی

سرچینو نه دي ویلي چې دا بحثونه پر څه کېږي، خو ګومان کېږي چې دا غونډې پلازمېنه کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژنې وروسته رابلل شوې دي. امریکا ویلي، الظواهري یې د یکشنبې پر سهار کابل ښار کې په خپل کور کې د یو ډرون پر مټ په نښه کړ او ویې واژه. طالبانو منلې ده چې امریکا د یکشنبې پر ورځ کابل کې درون برید کړی، خو دا یې نه ده منلې چې ګواکې په دې برید کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وژل شوی دی.

د القاعدې د مشر له اعلانه دوه ورځې تېرېږي، خو طالبانو لا هم په دې اړه هېڅ وضاحت نه دی وړاندې کړی

نور یی ولوله | متحده ایالت به اجازه ورنه کړي چې افغانستان د وسله والو ډلو په ځاله بدل شي

نور یی ولوله | حنفي: کابل کې د امریکا برید د ملي واکمنۍ نقض او د دوحې له هوکړې سره خلاف عمل دی

د طالبانو مشران ښايي د امریکا د بې پیلوټه الوتکو برید ته د ځواب ورکولو په اړه بحث وکړي

اوس په دې ډله کې یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د طالب مشرانو په غونډه کې ښایي پر دې بحث وشي چې د امریکا ډرون برید ته څه ډول ځواب وویل شي. خو یادې سرچینې هم دا نه ده منلې چې ګواکې دې برید کې دې د القاعدې ډلې مشر وژل شوی وي.

بل لور ته د امریکا حکومت د ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته خپلو اتباعو ته ټينګه سپارښتنه کړې چې بهر د سفر پر مهال د امریکا ضد تاوتریخوالي د احتمال په تړاو هوښیار اوسي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي د القاعده ملاتړي یا نورې اړوندې ترهګرې ډلې ښايي هڅه وکړي د الظواهري د وژنې غچ کې د امریکا ګټې او وګړي هدف وګرځوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې اعلامیه کې زیاته شوې چې دغو بریدونو کې ښايي د ځانمرګو عملیاتو،‌ ترورونو،‌ تښتونو،‌ برمته نیونو او بم اېښودنو په ګډون بېلابېل تکتیکونه شامل وي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button