نړیوال خبرونه

عایشه خرم:دقرنطین پرمهال مې موټرچلول زدکړل

عایشه خرم: د قرنطین پرمهال مې موټرچلول زدکړل په یو این کې د افغان ځوانانو استازې عایشه خرم وایي، چې د کرونا ویروس له پيندډمک مې فایده واخيسته او موټر چلول مې زدکړل چې دا ما لپاره یو لاسته راوړنه ده،

اغلې خرم له بو تلویزیوني خپرونې کې دمرکې پر مهال دا خبره وکړه.هغې په دغه مرکه کې د خپل ژوند، موخو او فعالیتونو په اړه هم خبرې لرلې .عایشه خرم، چې د افغان سیاستوال او د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د دفتر د ریس عبدالکریم خرم لور ده، اوس د نړیوالو اړیکو په برخه کې زده کړې کوي.په دغه مرکه کې هغه د عمر او نورو معلوماتو پوښتنه ترې ونشوه،

د نوموړې په خبره، د ۲۰۱۹ میلادي کال لپاره په يو این کې د افغان ځوانانو استازېوګمارل شوه.د افغان ځوانانو دغه استازیتوب له ۲۰۱۸ کال راهیسېشروع شوی.په اول ځل د رامز بختیار په نوم یو ځوان، چې د یوې رسنۍ کارکوونکی و، دغه استازیتوب ته وټاکل شو.عایشه خرم وویل، چې مور یې ورته د طب زده کړې ۍودلې وې چې وۍ کړي ، خو د دې حقوق او په خاص ډول د نړیوالو اړیکو زده کړې خوښې وې عایشه اوس د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو زده کړیاله هم ده.

نوموړې له سیاست سره زیات علاقه لري عایشه خرم ځان نېکمرغه ګڼي، چې کورنۍ یې روښانفکره ده او دا یې په مختلفو برخو کې سپورټ کړې ده.په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو دغه استازې د افغان ځوانانو وضعیت د نورې نړۍ ځوانانو له وضعیت څخه ډېر متفاوت ګڼي.دهغې په خبره، د نورو هېوادونو ځوانانو د چاپېریال د راتلونکي په اړه اندیښنې ښودې، خو د دې شکایت په افغانستان کې له امنیت، بې کارۍ او نورو و، چې افغان ځوانان ورسره لاس او ګریوان دي،

هغې ویل ، چې د ښوونځي د زده کړو پر وخت به ېې شوخي کوله ، خو پوهنتون کې یوازې ټولګي ته ورځي او مستقیم ترې کور ته ستنیږي.آغلې خرم د ورزش په اړه وویل، چې د ښوونځي پر وخت یې باسکټبال کاوه، خو اوس یوازې د روغتیا لپاره یې عام ورزش کوي او که چانس یې وي، بیا به بایسیکل چلولو ته ترجیح ورکړي،

چې په دې ورځو کې د آغلې خرم پر ځای په ملګرو ملتونو کې د یوه بل کال لپاره د افغان ځوانانو د استازیتوب لپاره سیالۍ روانې دي.په دې برخه کې څلور تنه، چې دوه یې نجونې او دوه ځوانان دي، د نوماندۍ وروستي پړاو ته تلي دي او ډېر ژر به د دغه سیالیو پیلې اعلان شي،

د عایشه خرم په څېر ځوانې او فعالې انجونې باید نورې هم تشویق شي ترڅو دغه رقم ځوانان د اینده لپاره کار وکړي او خپل وطن پرمختګ کې پراخه ونډه واخلي ځکه افغانان د ډېر وخت راهیسې په بېوزلۍ کې ژوند تېروي نو دا یو ښه اقدام دۍ چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې یو داسې انجوونې استازې ولري چې د افغنان ځوانانو غږ پورته کوي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button