نړیوال خبرونه

عباس تانکزی: د افغانستان د ستونزو د حل لپاره کار باید اهل کار ته وسپارل شي

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، چې د افغانستان د ستونزو د له منځه وړلو لپاره باید کار اهل کار ته وسپارل شي.

ښاغلی ستانکزی د کابل د نوي والي د معرفۍ په مراسمو کې له اسلامي امارته غواړي چې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د خلکو د اقتصادي ستونزو حل ته دې پاملرنه وکړي. شېر محمد عباس ستانکزی وايي، د هېواد د اوسنیو ستونزو د حل لپاره باید کار اهل کار ته وسپارل شي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي:«خودپرستیو، خود غرضیو، انډيوالیو، ملګریتوب څخه باید لاس واخلو، هر فرد د افغان، هغه زما ورور دی، هغه زما ملګری دی، زه ورباندې اعتماد کوم چې په هر ځای کې مقرره شي. دا نه دی چې دا زما ملګری دی دا به دلته وي، هغه بل زما ملګری نه دی هغه دې دلته نه وي

عیاس ستانکزی 

ښاغلی ستانکزی همدارنګه پر دې باور دی چې، هر افغان د هېواد په سیاسي، اقتصادي او نورو چارو کې د ګډون حق لري. د نوموړي په وینا، زده کړې د خلکو حق دی او باید ټولو هېوادوالو ته په مساوي توګه د زده کړو زمینه برابره شيښاغلی ستانکزی څرګندوي:«یو د خلکو له حقوقو نه چې د نرو او ښځو هغه پر موږ باندې لازم دی او د دوی امانت دی چې ور وې رسوو، هغه د علم دروازې دي چې باید د دوی پر مخ خلاص شي. د عالم او جاهل فرق په قران کې په څو څو ځایونو کې راغلی دی، په ړانده او په بینا، په شنوا او په ناشنوا، رقم رقم شرطو باندې راغی دی، دا د عالم او جاهل ترمنځ فرق دی

نور یی ولوله | متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

نور یی ولوله | افغانستان کې د ژمي د چکر لپاره تر ټولو غوره کوم ځای دی؟

د کابل نوی والي

بلخوا د کابل نوی والي په دې غونډه کې ډاډ ورکوي چې، د کابل مېشتو ستونزو ته به رسېدنه وکړي. د کابل نوی والي محمد قاسم خالد وايي:«د ملت د وحدت او اتفاق کوښښ به کوو،  تبعیض به نه کوو د قوم په نامه، د سمت په نامه به تبعیض نه کوو. د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري هم وویل:«داسې یو خدمت پر موږ باندې کېده، موږ د هغه قابل او لایق وو، چې موږ د ولایتي مشرانو د ولایتي ادارې سره همکاري کولای شوی، موږ به ان شاالله هغې ته لبیک وايوو

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button