سیمه ییز خبرونه

عباس ستانکزی: پاکستان دې موږ عکس العمل ته نه مجبوروي

لوړ پوړی طالب چارواکی عباس ستانکزی وايي، پاکستان دې موږ نه مجبوروي چې علکس العمل وښیو

ددغه لوړپوړي چارواکي له څرګندونو داسې ښکاري چې دوی نور د پاکستان له سیاستونو ستړي شوي، خو د شنونکو په وینا لا هم په دوی کې د پاکستان ایجنټان او نفوذي کسان شته چې پاکستان ته کار کوي او له دې هېواد سره خواخوږي لري.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل؛ پاکستان حکومت دې دوی نه مجبوروي، چې د عمل پر وړاندې یې عکس العمل وښيي.

نور ولولئ: د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه

نور ولولئ: ایران ته د ملا بردار سفر؛ افغان سوداګرۍ ته بدیلي لارې لټوي

شېر محمد عباس ستانکزي له پاکستان څخه غوښتنه وکړه، چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپل چلند ته تغیر ورکړي.

پاکستان د افغان کډوالو شتمنۍ غصب کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال نن دوشنبه ( د لړم په ۱۵مه ) یوې غونډې ته په کابل کې خبرې کولې وویل، چې پاکستان د افغان کډوالو په نوم ملیاردونو ډالره ګټه وکړه.

عباس ستانکزي وویل، چې افغانان پر پاکستان بوج نه دي بلکې دغه هېواد د خپلې سوداګرۍ وسیله ګرځولې ده ترڅو له نړۍوالو څخه پيسې پرې راغونډې کړي.

ستانګزی له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون کې وايي؛ د پاکستان دا تصیم ظالمانه دی او دوی یې په کلکو ټکو غندي.

نوموړي زیاته کړه؛ چاته اجازه نه ورکوي، چې له افغانانو سره داسې ظالمانه چلند وکړي، کوم چې پاکستان شروع کړی دی.

دی خبرداری ورکوي، چې د افغانان حوصله په ختمېدو ده.

له دې وړاندې د طالبانو رییس الوزرا، د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه توند غبرګون ښودلی دی.

د پاکستان د نظامي دستګاه تورنول

ښاغلي ستانکزي پاکستاني امنیتي کسان تورن کړل چې له افغان کډوالو ټوله شتمني ګرځوي او په وینا یې په دې سړه هوا کې یې تش لاس افغانستان ته استوي.

د هغه په وینا پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د افغانانو پر سر له نړیوالې ټولنې نه په میلیاردونو ډالر اخیستي او افغان کډوالو ته یې نه دي ورکړي.

نوموړي وویل “دا یو ظالمانه تصمیم دی. موږ یې په کلکو ټکو غندو. موږ هېڅ وخت چا ته حق نه ورکوو چې زموږ په خویندو، وروڼو، زموږ په اطفالو باندې دغسې مظالم وکړي، لکه د پاکستان په خاوره کې چې یې امنیتي قوتونه ورباندې کوي.”

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان پر افغان طالبانو د ټي ټي پي د ملاتړ تور لګوي او پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه ورځ تر بلې ډېرېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button