نړیوال خبرونه

عبدالرشیددوستم ته جوزجان کې مارشالي ورکوي

عبدالرشیددوستم ته جوزجان کې مارشالي ورکوي د عبدالله او ولسمشر عني تر منځ  د وېشل شوي حکومتي قدرت یوه حصه پخواني د شمالي  سپاهي او مشر دوستم ته د مارشالۍ ورکړه هم وه دويي هوکړه کړې وه چې دوستم ته به مازشالي ورکوي

بازې سر چينۍ له مخې دولت غواړي پخواني جنګسالار او د ډاکتر نجیب په وخت کې جنرال شوي دوستم ته په جوزجان ولایت کې د مارشالۍ افتخاري رتبهور په برخه کوي،.د هغه چې په ۲۰۱۴ کال کې یې له جمهور ریس غني سره ملګرتیا شروع شوه او د غني تر ولسمشر کېدو شاوخوا دوه کاله وروسته نوموړی د شمال په یوه بل قومندان باندې د جنسي زور زیاتي په تور له صحنې اخوا شو. هغه اول ترکیې ته ولاړ او له هغه ځایه بېرته هېواد ته رابیرته راغۍ،

که څه هم په احمد ایشچي باندې دنوموړي لخوا د جنسي ځورونې قضیه له منځه لاړه او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې له عبدالله عبدالله سره نه خپل ملاتړ اعلان وکړ کله چې عبدالله له غني سره واک نیم په نیمه ومانه، دوستم ته یې د مارشالۍ اخیستو لپاره هم پر اشرف غني فشار زیات کړ، بل آخره ولسمشر غني دې ته اړ شو چې دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړي،

که څه هم پر ولسمشر غني باندې عام افغانان توندې نیوکې کوي چې یوه جنګسالار او د یوې وړې جزیرې اتل ته یې ولې د مارشالۍ رتبه ومنله، اوس حکومت په دې تکل کې دی چې نوموړي ته په جوزجان ولایت کې د مارشالۍ افتخاري رتبه وکړي تر څو خلکو ته وښیي چې نوموړی خو یوازې د شمال او په ځانګړې توګه د جوزجان مارشال بلل کېږي.خو ویل کېږي چې همدې ټکي د ډاکتر عبدالله او دوستم پلويان سخت را پارولي دي او هغه ته په کابل کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دې رتبې ورکول غواړي، کوم څه چې ولسمشر غني يې نه مني.
بازې سرچینۍ وايي پر دې موضوع لا هم بحثونه روان دي چې دوستم ته د دې افتخاري رتبې ورکولو په مراسمو کې به څوک ګډون کوي او پخپله به ریس جمهور غني هم ګډون وکړي او کنه. دوستم ته د مارشالۍ افتخاري رتبې ورکولو له امله ګڼ غبرګونونه راوپارېدل او په ځانګړې توګه په ولسمشر غني تور ولګول شو چې په دې کار سره يې په ځان پسې يوه ناوړه تاريخي پېښه ثبت کړه او له بشري حقونو سرغړوونکي دوستم ته يې د دې رتبې ورکول ان د شرم تر کچې وبلل.

په دې اړه سوشل ميډیا کې هم د عامو وګړو له خوا د اشرف غني په ټيم باندې توورنه ولګول شو چې نوموړي معامله وکړه او داېې داسې کار وکړړ چې په ځان ېې ببور له منځه بوته په فیسبوک او ټويټر کې خلکو د ولسمشر غني او ټيم بسې پوسټونه وکړل او ولسمسر غني ېې معامله ګر وباله ځکه نوموړي د انتخاباتو نه وړاندې دا وعده کړې وه چې معامله به له هيڅ جا سره معامله ونکړو او د زوراکانو نه به حیساب غواړو او حیساب به ورکوو خو برعکس داسې ونشول او اوس مهال ېې دوستم ته د مارشالۍ ترڅنګ د عبدالله عبدالله سره نیم حکومت شریک کړ،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button