لوبې خبرونه

عبدالسمیع فیضي د اُکرایني سیال په وړاندي لوبیږي

د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی عبدالسمیغ فیضي په راتلونکي کي یوه لوبه ترسره کړي، چي د یادي لوبي قراراد ئې پرون جمعه لاسلیک کړ.

دا ځلي د سمیع فیضي سیال د اُکراین هیواد څخه ایوان وُلشین په نوم یو تکړه لوبغاړی دئ، چي دواړه به په ۷۷ کیلو ګرام وزن کي سیالي ترسره کړي.

د راپورونو له مخې دا لوبه د روان د ۲۰۲۰م کال د اپریل میاشتي په ۱۲مه نېټه ترسره سي.

عبدالسمیغ فیضي وايي، چي د اُوکرایني سیال په وړاندي راتلونکي لوبي ته پوره چمتوالی لري.

هغه له ټولو رسنیو غوښتي، چي لوبه ئې په ژوندۍ بڼه خپره کړي.

هغه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي(( زما حریف ډېر یو غښتلی لوبغاړی دئ، هیله ده دا ځل زما دا ستره لوبه زموږ قدرمني رسنۍ په ژوندۍ بڼه خپري کړي، تر څو ټول هیوادوال مو د لوبي خوند واخلي او خپل اتل وګوري)).

 فیضي د دېترڅنګ ویلي(( زه له خپلو هیوادوالو سره ژمنه کوم، چي د خپل ټول وجود په توان به چمتوالی نیسم او د لوبي ډګر ته به ور دانګم)).

دا په داسي حال کي ده، چي د تېر ۲۰۱۹ م کال د ډیسمبر میاشتي په اوومه نېټه عبدالسمیع فیضي توانېدلی وو، چي بلاروسي سیال ته سخته ماته ورکړه

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button