Uncategorized

عبدالله: انتخابات موږ ګټلي او همه شمول حکومت به ژر تشکيل کړو

عبدالله په کابل کې د خپلو پلویانو په منځ کې اعلان وکړ چې “د ثبات او همګرايۍ ډله د شفافو او بایومتریک شویو رایو په اساس په انتخاباتو کې بریالۍ ده او موږ خپله بریا اعلانوو. موږ همه شمول حکومت جوړوو.”

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:” د مشکوکو، غیر بایومتریک شویو او له ټاکلي وخت وروسته د اچولو شویو ۳۰۰زره رایو په اړه د قانون خلاف پرېکړه شوې ده. د ټاکنو نتیجه دټاکنو غلا ده، پر ولسواکۍ باندې کودتا او د خلکو د ازادې سره خیانت دی. موږ دا نتیجه غیر قانوني ګڼو.”

نوموړي د نوي حکومت د تشکیل په اړه خپله خبره دوه وارې تکرار کړه، خو دا یې ونه ویل چې کله او چېرته یې اعلانوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سه شنبې په ورځ (فبروري۱۸) د جمهوري ریاست انتخاباتو پایلې اعلان کړې چې ولسمشر غني پکې بریالی اعلان شو. ښاغلي غني خپله بریا د ولسواکۍ بریا وبلله او د همه شمول حکومت د جوړولو ژمنه یې وکړه.

د کمېسیون مشر هوا علم نورستانۍ د پایلو د اعلان پر مهال وویل چې محمد اشرف غني د (١٨٢٣٩۴٨) رایو له جملې څخه یې (۹۲۳۵۹۲) رایې ګټلي چې د ټولو رایو ۵۰.۶۴ فیصده کیږي. ښاغلي عبدالله په دغو ټاکنو کې (۷۲۰۸۴۱) رایې ګټلې چې ٣٩.٥٢ فیصده کیږي. ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۱ رایې ګټلې دي او نور کاندیدن په ترتیب سره یو په بل پسې دي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button