لوبې خبرونه

عبدالله بارکزۍ د کرکټ بورډ ډپټي یا مرستیال چيرمین وټاکل شو

عبدالله بارکزۍ د کرکټ بورډ ډپټي یا مرستیال چيرمین وټاکل شود افغانستان کرکټ بورډ مشر فرهان يوسفزي د کرکټ بورډ ادارې مرستيال يا ډپټي چيرمېن په توګه عبدالله بارکزى ګمارلۍ دۍ،عبدالله بارکزي د دې نه وړاندې هم په دغه اداره کې دنده ترسره کړې ده،

ښاغلۍ بارکزۍ د یو مکتوب پر اساس د فرهان یوسفزي په لاسلیک مقرر شوۍ دغه مکتوب ، رسنیو تر لاسه کړۍ دۍ ، په دغه مکتوب کې ذکر شوي دي ، چې عبدالله بارکزى د مديريت او کرکټ په برخه کې ډېره تجربه لري او د کارمندانو او لوبغاړو ترمنځ د ښې هماهنګۍ لپاره په دې بست ټاکل ګمارل کیړي، هغه مهال چې کله فرهان يوسفزى د کرکټ بورډ عمومي رييس وټاکل شو، نو عبدالله بارکزى يې له ځان سره خپل ستر سلاکار وټاکه، چې د نوموړي زياتره چارې عبدالله بارکزي مخې ته وړلې،

دا هم باید یاده کړو چې وروسته د واک په سر د پخواني اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي او عبدالله بارکزي ترمابین لانجې راپورته شوې، چې عموميمشر لطف الله ستانکزى له دندې ليرې کړ او عبدالله بارکزى يې استعفا ته مجبور کړ، که څه هم تراوسه پورې د کرکټ بورډ لپاره بل اجراييوي رييس نه دى ټاکل شوى،

دسي اي او پوسټ ته ډېرى کسانو نومليکنه کړې ده او ښايي په نږدې ورځو کې له دغه کسانو سره انټرویوګانې وشي او یو کس به د امتحان له لارې وټاکل شي، خو د عبدالله بارکزي د عمومي رييس د مرستيال په توګه ټاکل کېدو په ټولنيزو رسنيو کې غبرګون هم راپورته کړى دى.

څینو پخوانیو کسان چې پخوا يې په کرکټ بورډ کې دندې ترسره کولې يا هم د کرکټ له چارو سره نږدې پاتې شوي دي، د نوموړي پر ټاکنه يې غبرګون ښکاره کړى دى.او ویلي دي چې دا ډېر لوړ پوسټ دۍ باید یو تجربه لرونکۍ کس ېې دي زي ته راوستۍ وۍ چې په شرایطو برابر او تجربه ېې هم لرلۍ ،

عبدالله بارکزۍ د کرکټ بورډ ډپټي یا مرستیال چيرمین وټاکل شو
عبدالله بارکزۍ د کرکټ بورډ ډپټي یا مرستیال چيرمین وټاکل شو

بختيار ساحل، چې مخکې د ختيځ زون د کرکټ مسول او وروسته يې په کرکټ بورډ کې دنده ترسره کړې ده، په دې تړاو په خپل فېسبوک کې ليکلي دي، چې عبدالله بارکزى پخواني اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي منفک کړى و، خو بيا چيرمېن وخت ورکړ او استعفا يې ورکړه، چې اوس يې خپل مرستيال وګماره . هغه وايي: اوس به کرکټران دې ماشوم ته ناست وي او د هغه پلانونو او لارښوونو ته به غوږ ګدي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button