عبدالله عبدالله:د راشد خان د مور په مړینه هغه سره دې غم کې ځان شریک بولم

د مصالحې عالي شورا ریس عبدالله عبدالله وايي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي راشد خان مور په مړینه هغه سره دې غم کې ځان شزیک بولم د نوموړي مور پرون د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوه د ډاکټر عبدالله ترڅنګ یو شمېر نورو سیاسی څېرو هم د نوموړي د مور په مړینه خواشيني ښودلې ده،
د مصالحې شورا مشر په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي، چې په ډېرې خواشينۍ سره خبر شو، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مرستيال لوبډلمشر او تکړه لوبغاړي راشد خان مور بي بي د ورپېښې ناروغۍ له امله د حق داعي ته لبېک ووايه.
هغه همدا راز ليکي، د راشد خان د مور بي بي په درانه غم کې ورسره ځان شريک بولي، مرحومې ته د لوى خداى ج له درباره د مغفرت، راشد خان، کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر دعا کوي.نوموړي زیاته کړه چې الله تعالۍ دې دهغه دا غم اسانه کړي او ټولې کورنۍ د نورو غمونو نه وساتي،
له عبدالله عبدالله پرته د ملي لوبډلې لوبغاړو، ځينو چارواکو او هېوادوالو هم د راشد خان د مور بي بي پر مړينه د غم څرګندونه کړې ده.او د راشد خان د مور په مړینه له امله ېې نوموړي ته د صبر جمیل غوښتنه هم کړې ده او د هغه مور بي بي ته ېې د فردوس چنت غوښتنه کړې ده،
راشد خان د افغانستان د کرکټ لوبډلې مشهور لوبغارۍ دۍ نوموړۍ په توپ اچونې کې خراغټ ریکارډونه جوړ کړي دي او له ېې هم جوړوي هغه د د شل اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو ترڅنګ د هند پريمیر ليګ کې هم لوبول کيږي نومورۍ د هند د دغه لیګ او ټيمونو له مالکانو څخه په ډېرو زیاتو پيسو باندۍ اخيستل کيږي او بیا دغه لیګ کې لوبول کيږي،

د راشد خان مور بي بي جنازه نن په جلال اباد کې اته نيمې بجې وشوه، چې له هغه وروسته اچين ولسوالۍ ته يې جنازه يوړل شوه، هلته به يې بله جنازه په ١١ بجې کېږي او له هغه وروسته به د ثمرخېل تالاو په هديره کې خاورو ته سپارل کېږي.