نړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله: اوسني وخت کې اړتیا ده چې د وحدت او له یو بل سره د روغې جوړې غږ پورته شي

د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» وایي، په اوسني وخت کې اړتیا ده چې د وحدت او له یو بل سره د روغې جوړې غږ پورته شي؛ که چېرې داسې ونکړو نو د افغانستان دننه اختلافات به د حکومتي ټیم مؤقف د طالبانو په وړاندې کم کړي.

ښاغلي عبدالله که څه هم په مشخص ډول د اختلافونو کومه بېلګه یاده ونکړه ؛ خو دغه څرګندونې یې د سولې عالي شورا د پخواني رییس «برهان الدین رباني» د نهم تلین په مناسبت رابلل شویو مراسمو کې وکړې، چېرې چې د حکومت د بهرنیو چارو پخواني وزیر «صلاح الدین رباني» د سولې چوکاټ نیمګړی یاد کړ او یاده يې کړه چې له کابله تللی پلاوی د ټول افغانستان استازیتوب نشي کولای.

ښاغلي غبدالله وویل، چې د مذاکراتو په مېز د دوو ټیمونو تر منځ اختلاف یو عادي کار دی؛ خو د افغانستان دننه باید اختلافونه ختم او وحدت رامنځته شي او که داسې ونشي، د «دولتي پلاوي» مؤقف به د طالبانو په وړاندې ټيټ شي.دا به بیه افغانانو ته ټولو غټ چیلنج وي. هغههمداراز ویلي چې باید اوس ټولې خواوې په اتفاق شو سره او سولې ته کار وکړو

هغه وړاندې زیاته کړه، چې له طالبانو سره د دښمنۍ پاڼه باید نور وتړل شي او دی په همدې موخه قطر ته تللی وو «د سولې خبرې باید دښمني پای ته ورسوي، او اوسنی د سولې فرصت باید ضایع نکړل شي، هره ورځ تر سلو زیات افغانان وژل کېږي.نو که سوله راشي نه به افغانان وژل کیږي او نه به هم بې امني وي. نور باید ټول یو موټۍ شو ترڅو افغانان د دغه شته فرست نه ګټه واخلي او افغانستان کې سوله راشي.

د عبدالله عبدالله په خبره ، له کابله مذاکراتي ټیم له طالبانو سره ښه بحثونه کړي، په ځینو برخو کې توافق ته رسېدلي او تر څنګ یې داسې موضوعات هم بحث شوي، چې لا یې هم په اړه د نظر اختلاف موجود دی.نو باید په دې اړه هم دولا او طالبان نورې خبرې وکړي او سولې ته لاره نوره هم هواره کړي هغه وویل چې دواړه لورې به اول په هاغه څه بحث وکړي کوم چې د حل او د توافق وړ وي.

عبدالله عبدالله: اوسني وخت کې اړتیا ده چې د وحدت او له یو بل سره د روغې جوړې غږ پورته شي
عبدالله عبدالله: اوسني وخت کې اړتیا ده چې د وحدت او له یو بل سره د روغې جوړې غږ پورته شي

هېره دې نه وي ، چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا د افغان جهتونو او طالبانو مذاکراتي ټیمونو له طالبانو سره د مجلس د کاري اصولو او طرزالعملونو په وروستي کولو بحثونه کوي؛ خو لا هم په ټولو برخو کې موافقې ته نه دي رسېدلي.د ځیني سرچینیو له مخې بازې نور مورد او موضوع ګانې به هم ډېر ژر د دواړه خواو تر منځ په توافق ورسیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button