سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله دعمران خان په بلنه اسلام اباد ته په سفر روان شو.

عبدالله عبدالله د عمران خان په بلنه اسلام اباد ته په سفر روان شو.نن دوشنبه سپيدار ماڼۍ اعلان وکړ چې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان د لومړي وزير عمران خان په غوښتنه د پاکستان په سفر ووت او نن سهر اسلام اباد ته ورسېد.

د مصالحې شورا څخه په خپره شوي خبرپاخبرپاڼه کې ويل شوي چې د دې لیدنې په جریان کې ، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر به د پاکستان د اسلامي جمهوریت له مشرانو سره په افغانستان کې د تلپاتې ، وقار او عادلانه سولې د تعقیب په اړه بحث او خبرې وکړي.د دې سفر په جریان کې به ، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله به د پاکستان د اسلامي جمهوریت له ولسمشر ډاکټر عارف علوي ، لومړی وزير عمران خان ،د ولسي جرګي له مشر اسد قیصر ، د پاکستان د مشرانو جرګې مشر سره به ملاقات وکړي

عبدالله عبدالله به جلالتمآب محمد صادق سنجراني ، د بهرنيو چارو له وزير قریشي او ښاغلي قمر جاوید باجوه ، د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره لیدل کتل وکړي .د ملي پخلاینې عالي شورا مشر د پاکستان له اسلامي جمهوریت څخه د لیدنې پرمهال د ملي پخلاینې شورا له مرستیالانو ، سلاکارانو او یو شمیر سیاسي شخصیتونو سره په ګډه ملاقات لري.

هېره دې نه وي چې عبدالله عبدالله دا سفر په داسي حال کې د پاکستان هيواد ته کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي خبري جیریان لري خو ددغو خبرو ۱۷ ورځي کيږي چې هيڅ پرمختګ يې نه دی کړی. حتی په ميډيا کې خو لا داسي خبرونو هم خپاره شوي چې د سولي خبري شاید کامیابې نشي او نورې هم سختې شي.

خو اوسمهال باید دې خبرې ته ځواب پیدا شي. چې د ښاغلي عبدالله سفر پاکستان ته د سولي په ټپه ولاړ بهير څومره مثبت اغيز وشي که څه هم ددې ښه ځواب به راتلونکی وخت ووايو خو ولي حالاتو په کتو ويلای شو چې پاکستان په طالبان جوت او ښکار اغيز لري اوس هم هر پلان د پاکستاني پوځ سره په مشوره وړاندي کوي.
نو همدې ته په کتو ويلای شو چې شايد که پاکستان له زړه وغواړي حتمن طالبان دې ته مجبورولای شي چې اوربند پرې وکړي.

عبدالله عبدالله : لویه مشورتي جرګه فرمایشي نه وه
عبدالله عبدالله : لویه مشورتي جرګه فرمایشي نه وه

بلخوا بیا په افغانستان کې د سولي د خپل منځي خبرو د پيل راهسي جکړي زور نيولی دی. او اوس محال د افغانستان په ډيری ولايتو کې سخته جکړه روانه ده چې افغانان يې سخت انديښمن کړي دي عام افغانان له طالبانو او افغان حکومت څخه غواړي چې اوربند او دسولي لپاره دې صادقانه کار وکړي.او دا روان جنګ چې په هر قیمت کيږي په سولې بدل کړي. تر څو افغانان په سوله کې ژوند وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button