نړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله غواړي عطا محمد نور سره پخلا شي

عبدالله عبدالله غواړي عطا محمد نور سره پخلا شي د مصالحې عالي شورا ریس ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل پخواني متحد عطا محمد نور د بیا پخلاینې کوششونه پیل کړي دي.هغه غواړي چې ژرتر ژره عطا محمد نور سره پخلا شي

عبدالله عبدالله تېره شپه له عطا محمد نور سره بیا لیدلي او د سولې په روانو هڅو ورسره غږیدلی.عطا محمد نور پر خپل ټویټر لیکلي، چې دغه لیدنه کې یونس قانوني او عبدالحفیظ منصور هم حاضر ول .نور د لیدنې نور جزیات نه دي رسنیز کړي. عبدالله عبدالله څه موده مخکې د عطا محمد نور د مور فاتحې ته هم ورغلی و او تر هغه مخکې یې د مور د مړینې له کبله د فاتحې پيغام کې نور ته د ورور خطاب کړی و.

استاذ عطا، چې اوس د جمیعت ګوند اجرایه ریس دی او پخوا د بلخ ځواکمن والي و، د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو کې یې عبدالله نه پراخ ملاتړ کړی و.وروسته د دوی ترمنځ سیاسي ناندرۍ راغلې او نور پر عبدالله خورا توندې نیوکې وکړې.او دا ویلي وو چې غاښونه به ېې مات کړم د عبدالله عبدالله بیا په دغه څرکندونو دعبدالله پلویانو بیا غبرګونونه راپارولي وو او ویلي وو چې دا رقم څرګندونې د ملک د بحرانه سره مخ کړي،

خو اوس عبدالله یو ځل د نور له سختو نیوکو وروسته خبریالانو ته وویل، چې ده د هغه هیڅ خبره نه ده اوریدلې.اوس وخت د دې دۍ چې باید ټول جهتونه سره په یو چوکاټ کې راغونډ شي او د افغانستان د بقا لپاره کار وکړي که مونږ اوګورو زمونږ ګاونډي هېواد پاکستان کې چې کله د ملک په کچه خبره وږي نو ټول سیاسي ګوندونه راغونډيږي او شته ستونزو ته د حل لارې ګوري،

عبدالله عبدالله غواړي عطا محمد نور سره پخلا شي
عبدالله عبدالله غواړي عطا محمد نور سره پخلا شي

د افغانستان اکثره سیاسیون هېواد کې د یووالي لپاره خبرې نکوي اوس وخت ددې رارسېدلۍ دۍ چې باید د سولې لپاره ټول سیاسیون خپل منځي اختلافات ختم کړي او د هېواد لپاره هرې قربانی ته ځان چمتو کړي ځکه افغانستان د ډېرو بد بختیو سره مخ وو او جنګونه و پکې باید اوس صرف او صرف د پایداره سولې لپاره کار وشي او افغانستان کې امنیت تامین ټینګ شي تر څو عام وګړي د امن په فضا کې ژوند وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button