نړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله: لویه مشورتي جرګه فرمایشي نه وه

عبدالله عبدالله : لویه مشورتي جرګه فرمایشي نه وه د ملي مصالحې عالي شورا مشر وايي ،مشورتي جرګه په فرمایش نه وه جوړه شوې او د سولې بین افغاني خبرې به درې ورځو کې پیل شي او لومړۍ ناسته به د قطر پلازمېنې دوحه کې وشي،

د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا او د مشورتې لویې جرګې مشر ډاکټرعبدالله عبدالله رسنیو سره په یوه خبري کانفرانس کې ویلي چې، د طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو د دې مشورتي جرګې د پنځوسو کاري کمېټود کار پر وخت په ځینو برخو کې مخالفتونه وه؛ خو اکثریت غړي پدې نظر دي، چې په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات د راوستلو لپاره دې یاد طالب زندانیان باید ازاد شي ، چې د کاري کمېتو د مشورو او وړاندیزونو په تړاو به د سولې د دې لویې مشوري جرګې وروستۍ پرېکړه اعلاون شوه او په دې پرېکړې کې وویل چې پاتې ۴۰۰ طالب بندیان دې خوشې شي،

د دغې جرګې مشر عبدالله عبدالله ویلي چې د کمېټو له نظرونو څخه به افغان حکومت، د ملي مصالحې عالي شورا او طالبانو سره د خبرو مرکچي پلاوی په بین الافغاني مذاکراتو کې ګټه واخلي.هغه ویل چې جرګه کامیابه شوه او ډېر ژر به خپلمنځي ناستې ته زمینه برابره شي نوموړي وویل چې دې پرېکړې سره به د سولې خبرو ته لاره نوره هم هواره شي،

د ملي مصالحې عالي شورا او د مشورتې لویې جرګې رییس وویل، چې څو وزرو کېبه د ملي مصالحې عالي شورا رهبري پلاوی اعلان کړي او خپله لومړۍ ناسته به وکړي.نوموړي وویل چې په نشکیل ېې کارختم شوۍ دۍ او ډېر ژر به ېې تشکیل هم ولس سره شریک شي هغه زیاته کړه چې تشکیل به ټول سموله وي او ټولو خواو او اقوامو ته به پکې ځاۍ ورکړل شوۍ دۍ,

نوموړي زیاته کړه چې جرګه فرمایشي نه وه او د ولس استازي د دې وطن مجبورتونه ښه درک کولی شي، داسې پرېکړه ېې وکړه چې د هېواد او هېوادوالو په خیر به یې او زیاته یې کړه تر اوسه له دې ۴۰۰ طالب زندانیانو یو یې هم له بنده ندی ازاد شوی.

عبدالله عبدالله : لویه مشورتي جرګه فرمایشي نه وه
عبدالله عبدالله : لویه مشورتي جرګه فرمایشي نه وه

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید ټولې خواوې د سولې ملاتړ وکړي ترڅو افغانستان کې یو باعرته سوله راشي او افغانان نور په ارامه فضا کې پاتې شي او ارام ژوند وکړي افغانستان د ډېر وخت راهیسې ناامنه دۍ او ډېرې ډلې پکې جنګ کوي نو دولت طالبانو او نورو افغان سیاسیونو ته پکار دي چې د هر څه نه تېر شي او افغانستان کې سولې أباره کار وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button