نړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله : ولسمشر غني سره به دېر ژر یو سیاسي توافق ته ورسېږو

د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مشرډاکټر  عبدالله وايي، چې له ولسمشر غني سره يې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ کړى دى ډاکټر عبدالله زياتوي، چې له ولسمشر غني سره يې د تړون پر اصولو موافقه شوې ده او اوس د دواړو لوريو ترمنځ د هوکړه ليک د جزيياتو او نهايي کېدو په اړه کار روان دى. د عبدالله عبدالله په طرحه په ټولنيزو رسنيو کې هم سختې نيوکې وشو. نوموړي همدا راز هيله څرګندوي، چې سياسي هوکړه به ژر پاى ته ورسېږي

په هېواد کې به د کورونا بحران په پام کې نيولو سره د دوامداره سولې، امنقيت او اقتصادي ستونزو ته د حل لار ولټول شي. بل لوري ته پرون د ولسمشر غني دويم مرستيال محمد سرور دانش هم ويلي و، چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ روانې ناندرۍ به ژر پاى ته ورسېږي.

هغه په خپلو خبرو کې ويلي و، چې راتلونکو څو ورځو کې به دواړه لوري وروستي توافق ته ورسېږي او عبدالله عبدالله به د مصالحې عالي شورا مشري په غاړه واخلي.

خو د عبدالله عبدالله د ټيم له لوري چې پرون کومه طرحه خپره شوې وه، په هغې کې د صدارت څوکۍ تر څنګ د وزيرانو، سفيرانو او معينانو د ټاکلو په برخه کې پنځوس سلنه برخه عبدالله عبدالله غوښتې وه او همدا راز د لويې څارنوالۍ د مشر او معينانو ټاکلو کې يې هم برخه غوښتې وه.

همدا راز د جنرال دوستم لپاره يې د وسله وال پوځ د سر اعلى قومندان مرستيالي او د مارشالۍ رتبه غوښتې وه او ويل شوي و چې په کومو ولايتونو کې چې چا ډېرې رايې ترلاسه کړې وې، هلته به د ټيم کس والي ټاکل کېږي

د یادونې وړ ده چې د نوموړي دغه طزحه باندې نيوکې لري اسوشل ميديا او نورو شبکو کې ورباندې منفي ليکنې شوي دي بازو وګړو دغه طرخه د هېواد په خیر نده بللې او ویلي یی دي چې دغه د هېواد په خیر نده بازو دغه طرحه ناشوني بللې ږ .

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button