نړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله په یوټويټ کې د چمن پوله ((رسمي سرحد)) ګڼلی دی

  پخواني اجرایه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه ټوېټ کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان نه مننه کړې، چې د ده پر وینا یې په قندهار کې د چمن ((سرحد)) بېرته خلاص کړ، چې په دې سخت حالت کې افغانستان د نوموړي د دې کار مننه او قدردانی کوي.

د عبدالله عبدالله یاد ټوېټ په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼ شمېر افغانانو له خوا رشخند شو او پر هغه توندې نیوکې وشوې، ځکه چې نوموړي په ټويټ کې د چمن د کرښې پر ځای د چمن ((سرحد)) لیکلي دي، چې دا د دې مانا ورکوي، چې چمن له پاکستان سره د افغانستان سرحد دی، نه یوه کرښه.

په ټولنیزو رسنیو کې په عبدالله عبدالله توندې نیوکې کېږي او لیکل کېږي، چې هغه ملي ګټو او د افغانستان خاورې ته وفادار نه دی او که وس یې ورسي، نو له پاکستان سره به د ډيورنډ کرښه هم په رسمیت وپېژني.

په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو کسانو دا هم لیکلي دي، چې عبدالله عبدالله په ټاکنو کې تر ناکامېدو وروسته غواړي د پاکستاني او ایراني چارواکو ته ځان نږدې کړي او د دې کار لپاره نوموړی هر ډول چارې ترسره کوي، حتا د ملي ارزښتونو پایمالولو ته هم چمتو دی، خو چې د پاکستاني او ایراني چارواکو باور لاس ته راوړي.

د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه د فېسبوک کاروونکي لیکي، چې عبدالله عبدالله لومړنی هغه کس شو، چې د افغاني جغرافیې په هکله یې تر ټولو بې مورده او بې بنسټه څرګندونې وکړې او د یوې فرضي کرښې په اړه یې داسې دریځ ښکاره کړ، چې ګنې دا کرښه په رسمیت پېژندل شوې او اوس د پاکستان او افغانستان ګډه پوله یادېږي. عبدالله عبدالله وروسته له دې چې د ټاکنو پایلې یې ونه منلې او د موازي حکومت د ولسمشر په حیث یې د لوړې مراسم ترسره کړل، د افغانانو له توندو نیوکو سره مخ شوی دی او په ټولنیزو رسنیو کې ډېری وخت ګرمه موضوع د عبدالله او د هغه د ټول شموله حکومت ملاتړي وي، چې خلک یې په اړه ډول ډول څرګندونې کوي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button