نړیوال خبرونه

عدالرشید دوستم: مارشال یم د دولت زیاتو تصمیمونو کې به موجود یم

عدالرشید دوستم: مارشال یم د دولت زیاتو تصمیمونو کې به موجود یم د هېواد دریم امتیازي مارشال عبدالرشید دوستم ویلي ، مارشالي د ازبیک قوم حق او دا باید پخوا د دولت لخوا ورکول شوې وۍ اوس هم د ځنډ سره مخ شوه ،

ښاغلۍ دوستم وایي، مارشالي یې په ډېره سخته ورته ، له عسکرۍ ٤٢ کاله وروسته راکول شوه، په داسې حال کې چې دا د ازبېک قوم حق وو او غني باید د حق ازبیک قوم تهډېر مخکې ورکړۍ وۍ، هغه له ١٨ کلونو وروسته انځوریزې مرکې ته یو رسنۍ له لارې حاضر شو.مارشال دوستم دغه رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې له دې وروسته به ګوښه نه وي او د حکومت په هر ډول تصمیم کې خضور ولري،

دوستم یو ځل بیا خپله وعده تازه کړه، که دولت اجازه ورکړي په شپږو میاشتو کې به د طالب نوم هم د ځمکې له مخې نه وي هغه وایي، که طالبان فکر کوي چې لنډ مهالی دولت به جوړوي، خو طالبان د حکومت کولو وړتیا نه لري، اصل کې زموږ د اوسني دولت مدیریت کمزوری دی، طالبان غواړي چې د سولې په کولو سره به خپل امارت دولت جوړکړي ، خو دا صرف د خبرو پورې به پاتې او هيڅ کله به بیا عملي نشي په هېڅ صورت د اماراتي حکومت د جوړېدو اجازه نه ورکوو، ځکه دويي یو ځل خپله ناکامي خلکو ته خودلې ده،

موموړي همداراز په خپلو خبرو کې وړاندې زیاته کړه، چې طالبان دې سولې ته غاړه کیږدي خو د امارت حکومت د جوړېدو هیلو ته دې اوبه نه ورکوي، دولت یې باید ټول ٥ زره بندیان ور ازاد کړي، تر څو طالبانو ته بهانه پاتې نه شي او نړیوالو ته معلومات وشي،چې افغان دولت د سولې په اړه روښانه دریځ لري، په سوله کې جګړه دوام نه شي لرلی، حقاني شبکه هېڅکله د سولې له بهیر سره نه یو کيږي ،

یوو رسنۍ سره په مرکه کې له نوموړي نه د ایشچي سره د هغه د وسیې په اړه وپوښتل شوه، خو مارشال دوستم وویل، هغه جالي قضیه ده، ایشچي زما ډېر نږدېملګرۍ وو، خو اوس سره جوړ نه یو ، ایشچي مې سر سخت دوښمن شوی او دا کارونه د غني پورې تړلې ډلې کړي دي.ځکه دوي غواړي چې مونږ سره نور هم واچوي خو دا خبره د نوموړي عملي نشي،

عبدالرشید دوستم په مرکه کې همدا راز د سمنګان ولایت کې له وروستي حملې یادونه وکړه، چې موخه یې د ٢٠٩ شاهین قول اردو له منځه وړل وو هغه د سمنګانو برید د خپلې مارشال پر وړاندې خنډ وبللو، دی زیاتوي چې په هره جګړه کې بریالی شوی یم، شهیدان مې ورکړي، زه باید د حکومت په لومړۍ پرېکړه کې اوسم، خو زما د مارشالۍ پر وړاندې راته جنجالونه او دسیسې جوړیږي.

دوستم د افغانستان دریم مارشال شو ، چې د غتي او عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړې پر مهال ل د عبدالله له لوري نوموړي ته د افتخاري مارشالۍ د ورکړې شرط وړاندې شوی وو اودغه شرط ورسره غني منلۍ وو، د یادونط وړ ده چې نوموړي ته مارشالي رتبه په جوزجان ولایت کې ورکړل شوه په دغه مراسمو د مصالحې عالي شورا ریس عبدالله عبدالله تر څنګ نور سیاسي اوو نظامي څېرې هم کوجودې وې ، نوموړي ته دا رتبه د ولسمشر د فرمان په اساس وورکړل شوه او لموړۍ د ولسمشر فرمان د شاکر کارګر له لورې ولوستل شو او بیا د عبدالله لخوا ورته وورکړل شوه،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button