عدلیې وزارت: “د کورونو د کرایو لوړېدو په صورت کې له موږ سره شکایت ثبت کړئ”

اړوند خبرونه:
د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې په اړه سروې
د کانونو غیرقانوني استخراج؛ طالبانو د پنجشیر زمرود پلورلي
له پاکستانه د افغانانو له راستنېدو وروسته د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ښارونو کې د کورونو د کرایو له ناڅاپي لوړېدو شکایتونه کېږي. تازه د سرپرست حکومت عدلیې وزارت دې ستونزې ته د رسېدنې بهیر پیل کړی.
د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: “عدلیې وزارت هغو شکایتونو ته چې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو او د جایدادونو مالکین، هېواد ته د مهاجرینو له بېرته راستنېدو څخه په ناوړه ګټه اخیستو سره پر اوسنیو او نویو کرایهنیونکو یې د کورونو کرایه لوړه کړې او یا هم (د معاملې له دواړو لورو د یوې میاشتې له کرایې څخه) زیات کمېشن اخلي، د رسیدګۍ بهیر پیل کړی.”
عدلیې وزارت په خپله دې اعلامیه کې د اړیکې شمېرې هم شریکې کړې او له هېوادوالو یې غوښتي چې د شکایتونو د ثبت لپاره د عدلیې وزارت له اړوندې برخې سره اړیکه ونیسي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې هېوادوال په ولایتونو کې د جایداد له مالک یا د معاملاتو لارښوونې د دفتر پر ضد شکایتونو ته د رسېدنې لپاره د عدليې ریاستونو ته مراجعه کولای شي.
د سرپرست حکومت عدلیې وزارت د اړیکې شمېره (0202526794) او همداراز د واتساپ شمېره (0703207189) اعلان کړې دي.
د ویلو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې ګڼشمېر کابل ښاریانو ویلي چې د کورونو کرایې یې په ناڅاپي توګه لوړې شوې دي.