نړیوال خبرونه

عربي امارات په افغانستان کې پانګونه کوي

متحده عربي امارات په پام کې لري چې د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي

دغه عربي هېواد له دې وړاندې هم د طبیعي پرمهال او سخت حالت کې له افغانانو سره مرستې کړي دي، خو دا ځل غواړي چې په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي.

متحده عربي امارات غواړي، له افغانستان سره د بشري مرستو ترڅنګ په نورو سکتورونو کې هم مرستې وکړي

د متحده عربي اماراتو چارواکو ویلي، دوی به په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو تر څنګ ددغه هېواد په بیارغونه او نورو سکټورونو کې هم مرسته وکړي، تر څو یې افغانان ورڅخه پورته کړي.

په افغانستان کې د هوايي ډګرونو معیاري کول

د متحده عربي اماراتو لوړپوړي چارواکي شیخ محمد بن زاید وویل، افغانستان په بېلابېلو برخو کې له مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لري.

uae (4)

دده په وینا متحده عربي امارات غواړي چې له افغانستان سره د ګرین انرژي، چاپیریال ساتنې، د بشري قوې په روزنه او نورو برخو کې همکاري او مرستې وکړي.

د افغانستان د هوايي چلند سکتور په وروستیو کلونو کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی. د هېواد هوايي ډګرونه په ځانګړې توګه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته ډېر زيانمن شوي او ډېرو نړيوالو هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.

نور ولولئ: د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

نور ولولئ: متحده عربی امارات د افغانستان ملاتړی دی

نږدې دوه کاله وروسته GAAC اعلان کړی چې د افغانستان هوایي ډګرونه د فعالیت او خوندیتوب له پلوه د نړیوالو الوتنو لپاره مناسب دي او زیاته کړې یې ده چې شرکت به سمدستي د تجهیزاتو، تاسیساتو مدیریت، د هوایي ډګر کارمندانو لپاره خواړه، د ځمکني ملاتړ تجهیزاتو او کاري ټیکنالوژۍ په برخه کې ۶۴۱۰۰۰ ډالر پانګونه وکړي.

uae (3)
له افغانستان سره د متحده عربي ماراتو مرستې

د افغانسان او عربي اماراتو تاریخي اړیکې

په افغانستان کې د شاهي دورو او بیا د طالبانو تر دویم ځلې واکمنېدو پورې د متحده عربي اماراتو تر منځ سیاسي اړیکې دوستانه او یو او بل هېواد په ګټه پالل شوي دي. افغانستان کې چې هر نظام راغلی، نو د عربي متحده چارواکو ورسره ښې اړیکې ساتلې او د افغانستان د سیاسي حلاتو د ښه کېدو لپاره یې خورا رغنده هلې ځلې کړي دي چې دا هلې ځلې افغان ملت حس کوي او د دوی له مرستو راضي او همکارۍ راضي ښکاري.

د افغانستان اسلامي جمهوریت په تېر شل کلن بهیر کې د عربي اماراتو دولت له ولسمشر کرزي او ولسمشر محمد اشرف غني سره خورا ښې اړیکې پاللي او له دوی سره یې د افغانستان د کړکېچ په هوارولو کې رښتني همکارۍ کړي دي. اماراتو د ښو اړیکو پر بنسټ له دریو لسیزو راهیسې په سلګونو زره افغان کارګرانو ته ویزې ورکړي او هلته یې ورته د کار زمینه برابره کړي چې په دې برخه کې یې د جمهوریت په دوره کې لا ډېر خلک ور وغوښتل او د کار زمینه یې ورته برابره کړه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button