هنر او ادب

عربي ژبه څنګه اسانه زده کړو؟

که چېرته غواړی چې عربي ژبه زده کړی نو له خپل کور یې په اسانه سره زده کولی شی

عربي په نړۍ کې پنځمه رسمي ژبه ده چې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په ۲۶ هېوادونو کې ورباندې خبرې، لیکل او لوستل کېږي. عربي ژبه د ملګرو ملتونو، عرب اتحادیې، ناټو سازمان او د اسلام مبارک دین ژبه هم ده. که چېرته دا ژبه زده کړی نو په ډېرو برخو کې به درته اسانتیاوې برابرې او په ډېرو نویو څيزونو به پوه شی.

څه ډول غواړی عربي چې زده کړئ؟

لومړی باید وپوهېږی چې څو ډوله عربي موجوده ده. مثلاً: سټنډرډ عربي، کلاسلیک عربي یا د قرآن ژبه او محاوره. نو تاسو پرېکړه وکړی چې د عربي ژبې کوم یو ډول زده کوی.

سټنډرډ عربي: کله چې غواړی سټنډرډ عربي زده کړی، نو تاسو باید ادبیات، ورځپانې، د راډیو یا تلویزیون خبرونه او خپرونې، سیاسي ویناوې او داسې ورته نورې لارې تعقیب کړی.

نور ولولئ: په لغمان کې ادبي مشاعره

کلاسیک عربي: د عربي ژبې دا کلاسیک ډول د قرآن کریم ژبه ده چې د اسلام مبارک په طلایي عصر پورې تړاو لري. د عربي ژبې کلاسیک متون، فلسفه او نور علوم په کلاسیکه عربي ژبه کې شته چې تاسو یې باید مطالعه کړئ.

عربي محاورې: عربي ژبه کې ډېرې سیمه ییزې لهجې دي، نو که غواړی چې عربي سمه زده کړی نو دې برخې ته هم باید پام وکړی تر څو په یاده ژبه روانې خبرې وکړلی شی.

د عربي ژبې د الفبا او لغاتونو ښه زده کول

په لومړي سر کې د عربي ژبې متن ستړی کوونکی ښکاري او تاسو هڅه کوی چې سرسري ورباندې تېر شی؛ نه، داسې مه کوی، تاسو د عربي ژبې الفبا او لغاتونه په سمه توګه زده کړی او د تلفظ په برخه کې انلاین ویډیو ګانې ډېرې دي چې تاسو ورڅخه ګټه پورته کولی شی او د عربي کلمې به په خپل سم تلفظ سره زده کړی.

نور ولولئ: په میدان وردګ کې د «مڼې ګل» دودیزه مشاعره وشوه

دارنګه تاسو کولی شی چې عربي ژبه نور قواعد هم لري، نو تاسو دا قواعد هم د یوټیوب له انلاین ویډیوګانو زده کولی او ځان ورباندې پوهولی شی.

د عربي ژبې مطالعه

تاسو که وغواړی نو عربي ژبه له خپل کور یا مکان څخه زده کولی شی. تاسو کولی شی چې هره ورځ درې ساعته خپله مطالعه وکړی. په دې مطالعه کې تاسو اساسي لغاتونه، عبارات، لنډې او اساسي جملې زده کړی او له هغو ویډیوګانو کار اخیستلی شی چې عربي ژبه تدریسوي. تاسو باید هره ورځ او پرله پسې تمرین وکړئ. په انلاین شکل داسې څوک پیدا کړی چې هغه له تاسو سره په عربي ژبه محاوره وکړي او تاسو منظم تمرین ولرئ.

که چېرته تاسو پورتني اصول پر ځان عملي کړئ نو ډېر ژر به ښه عربي ژبه زده او په کې بریالي به یاست.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button