نړیوال خبرونه

عربی اماراتو د افغانستان په شمول١٣هېوادونودویزوورکولو پروسه ودرولې

عربی اماراتو په ١٣ هېوادونودویزوورکول ودرول عربي اماراتو د افغانستان او پاکستان په ګډون د ۱۳ هېوادونو اتباعو ته د ویزې ورکولو پروسه درولې ده.دغه هیواد دا پروسه د امنیتي ستونزو له امله ودرول.دويي وايي چې دا بندیز دلنډ وخت لپاره دی.او بیرته به څه وخت روسته بهال شي.

د یوخبري آژانس د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې متحدو عربي اماراتو دا ګام د امنیتي اندېښنو له امله پورته کړی؛ خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.په راپور کې د افغانستان، پاکستان، ایران، عراق، سوریې، ترکیې، لبنان، لبیا، تونس او صومالیا په ګډون ۱۳ هېوادونه ذکر شوي چې د متحدو عربي اماراتو لخوا ورته د ویزې ورکول ځنډول شوي دي.

رویټرز همداراز داسې اسناد ترلاسه کړي چې د پورته هېوادونو اتباعو ته په متحده عربي اماراتو کې د کار او چکروهلو ویزې ورکول بند شوي دي.او ورکې زیاته شوې ده چې دویی دا پروسه د امنیتي ستونزو له امله د لږ وخت لپاره بنده کړې ده او ډېر ژر به ېې بېرته فعال او پیل کړي.

عربي امارات په داسې مهال د افغانستان په ګډون د ۱۳ هېوادونو اتباعو ته د امنیتي ستونزو له کبله د ویزې ورکول ځنډوي، چې یاد هېواد په دې وروستیو کې د اسرائیلو سره خپلې اړیکې پراخې کړي دي.هېره دې نه وي چې دویي د اسرایلو سره د یو دیپلوماتیک تړون له مخې دیپلوماتیکې اړیکې بحالې کړې.

عربی اماراتو په١٣ هېوادونودویزوورکول ودرول
عربی اماراتو په١٣ هېوادونودویزوورکول ودرول

په دې اړه سوشل میډیا کې د مسلمانانو ملکونو لخوا سخت غبرګون ښکار شو او مختلفو ملکونو مسلمانانولخوا ليکنې کړي.د یادونې وړ ده چې زیات اسلامي ملکونواسرایل لا هم ندی منلی ا وايي چې په اینده کبه ېې هم په رسمیاتو ونه مني.خو بازې عربی ملکونه غواړي چې په رسمیاتو ېې ومني.او ډیپلوماټيکي اړیکې ورسره قایمې کړي. بلخوا پاکستان بیا پرون په رسمي ډول اعلان وکړ چې اسرایلو سره ډېپلوماټيکې اړيکې جوړول نه غواړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button