لوبې خبرونه

عمران خان ویلی د افغانستان کرکټ راتلونکی روښانه دی

 افغانستان  افغانستان

عمران خان وایی د افغانستان کرېکټ راتلونکی روښانه دی د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام سياليو کې پاکستان له افغانستان نه  خپل لوبه په پنځو  لوبغاړو وګټله

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د افغانستان او پاکستان تر منځ د سيالۍ پايلې  اړوند  پر ټوېټر پاڼه د افغان لوبډلې ستاينه کړې او ليکلي دي افغان لوبډلې په زړه پورې لوبه وکړه  ما داسې لوبډله نه ده ليدلې چې په دومره چټکۍ سره په نړيوال کرېکټ کې خپل ځان ته ځای پيدا او د سيالۍ غيرمعمولي وړتيا ولري ښاغلی  لیکلي د افغان لوبغاړو رقابتي روحيې او استعداد ته په کتو په افغانستان کې د کرېکټ راتلونکی روښانه دی د افغانستان او پاکستان تر منځ کرېکټ سيالۍ پايلې په اړه ګڼو افغان او پښتنو مشرانو او سياستوالو هم

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

غبرګونونه ښودلي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې د لوبېدو ستایلی  او په راتلونکو لوبو کې يې افغان ملي لوبډلې ته د بريالیتوب  هیله مند دی د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د افغانستان ملي لوبډلې د ښه ځلېدو له امله د ملي ټيم غړو  کرېکټ بورډ او ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړې او د نورو سياليو د بريا هيله يې ښودلې ده د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن دوړ هم پر ټوېټر پاڼه د افغان لوبغاړو ستاینه

راشد خان په شل اوريزو نړيوالو سياليو کې د چټکو ۱۰۰ وېکټو اخيستو ريکار جوړ کړ افغان ستوري او ورو توپ اچوونکي راشد خان د پاکستان پر وړاندې د سيالۍ پر مهال په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې په چټکۍ د سلو وېکتو يا سلو لوبغاړو د سوځولو نوی ريکارډ جوړ کړ

نوموړی وتوانېد چې په ۵۳ نړيوالو شل اوريزو سياليو کې سل لوبغاړي وسوځوي. تر دې وړاندې دغه ريکارډ د شري لنکا تېز توپ اچوونکي لسېت ملينګا په نامه وو راشد خان چې کرېکټ نړيوالې شورا د شل اوريزو بالرانو په جدول کې په درېيم نمبر دی، ګڼ نور نړيوال ريکارډونه ه په خپل نامه لري

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button