لوبې

عمران ملک: زه له وقار یونس نه یم متاثره

د هند د کشمیر اوسېدونکی ځوان چټک توپ اچونکی عمران ملک چې په لومړي ځل په ای پي ایل کې ولوبېده او د خپلې چټکې توپ اچونې له امله یې نه یوازې ښې لوبې ترسره کړې، بلکې د ملي لوبډلې د مسوولینو پام یې خپل کړ او اوس د سویلي افریقا پر وړاندې لوبو ته هم غوره شوی دی.

عمران ملک په تازه مرکه کې څه ویلي؟

عمران ملک په خپله یوه تازه مرکه کې وايي، چې اوس د هغه ټول تمرکز په دې باندې دی، چې هند ته د سویلي افریقا پر وړاندې په لوبو کې بریا ورپه برخه کړي، ښه توپ اچونه وکړي او په دې اړه هېڅ فکر نه کوي چې په نړیوالو سیالیو کې دې تر ټولو چټک توپ ترسره کړي.

په خپله دغه مرکه کې عمران ملک دا هم وویل، چې د هغه په اړه دا ویل کېږي، چې له پاکستاني وقار یونس څخه متاثره دی، خو داسې نه ده، زه د وقار یونس لوبې نه ګورم او نه هم له هغه څخه متاثره یم.

نور یی ولوله | دېبرا لاینز: نه غواړو چې په افغانستان کې بانکي نظام کمزوری کړو.

د یادولو وړ ده، چې عمران ملک په ای پي ایل کې په ټولو لوبو کې تر ټولو چټک توپونه ترسره کړي و او هره لوبه کې چې لوبېدلی و، نو د چټک توپ جایزه یې ترلاسه کړې وه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button