سیمه ییز خبرونه

عمر داودزی د افغان سولې په تړاو پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي

عمر داودزی د افغان سولې په تړاو پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي د پاکستان لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی عمر داوودزی د افغان سولې په اړه د بحثونو په موخه پاکستان ته تللی.او هلته به د افغان سولې په اړه د دغه هېوا چارواکو سره خبرې کوي.

پاکستان کې مېشت خبریال «طاهر خان» په همدې تړاو پر ټویټر کې ذکر کړی ، چې داوودزی پاکستان ته رسېدلی او د افغان سولې پروسې او هغو «ننګونو» په اړه به له پاکستاني چارواکو سره بحثونه وکړي چې د سولې پروسه ورسره مخ ده.د نوموړي په خبره، داوودزي د پاکستان د لومړي وزیر «عمران خان» له سلاکار «یوسف معید» سره هم  لیدلي او د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ په سیمینار کې ېې هم برخه ړاخیسته نوموړی غواړي چې د دواړه هېوادونو ښه اړیکې جوړې شي.

اړونده خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

ښاغلي طاهر خان په انګلیسي ژبه کې ټويټ کړیاو ویلي ېې دی چې عمر داودزی پاکستان ته رارسېدلی دی هغه همداراز ویلي چې د نوموړي د سغر موخه د سولې په تړاو د پاکستانې چارواکوو سره خبرې کول دي.

عمر داودزی د افغان سولې په تړاو پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي
عمر داودزی د افغان سولې په تړاو پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي

داوودزی داسې مهال پاکستان ته ځي، چې وار له مخه د کابل حکومت د پارلمان یو پلاوی او د حزب اسلامي ګوند د مشر «ګلبدین حکمتیار» هم په اسلام اباد کې شته او د پاکستان د لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او د پارلمان د مشر په ګډون  له ګڼو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه غږېدلي.تر پارلماني پلاوي وړاندې د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» هم اسلام اباد ته تللی وو او له پاکستاني چارواکو سره یې لیدنې درلودې.

پاکستان ته د افغان حکومت د پلاوو سفرونه داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي او ویل کېږي، د ځینو اختلافي نقاطو له امله پکې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.د دې ټولو سفرونو موخه د سولې په اړه د پاکستان چارواکو سره خبرې کول وو دويي ټولو د اعلی چارواکو سره کتلي دي.دغه ټولو شخصیتونو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان او خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره هم تفصیلي خبرې کړې دي.او د سولې د ملاتړ غوتنه ېې ترینه کړې ده.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button