نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

غزه کې د الشفا د خدمتونو ځنډېدل؛ یوه ماشوم ساه ورکړي ده

په غزه کې تر ټولو لوی روغتون الشفا خپل خدمات ځنډولي چې ناروغان او ټپیان په بد حالت کې دي

د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وايي، چې په غزه کې د الشفا روغتون کې د خدماتو وړاندې کول ځنډول شوي دي.

له دې مخکې چارواکو اعلان کړی وه چې روغتون کې د خدماتو وړاندې کولو لپاره تېل نه لري.

نور ولولئ: اسراییلو پر غزه اوبه بندې کړي دي

نور ولولئ: اسراییلو په غزه کې پر روغتونونو او ښوونځیو بریدونه کړي دي

د الشفا روغتون له دننه جراح ډاکټر مروان ابو سعده بي بي سي ته وویل، چې د جدي پاملرنې خونه (ICU) لګېدلې او هرې خوا ته د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

نوموړی زیاتوي، هیڅوک له روغتونه وتلی نه شي او نه هم څوک روغتون ته دننه کېدلی شي.

په روغتون کې خواړه او اوبه نشته

جراح ډاکټر مروان ابو سعده وویل، چې اوس په روغتون کې اوبه، خواړه او برېښنا نشته.

ښاغلی مروان وايي، دوه ناروغان چې په وینټیلیټرونو (اکسیجن ورکوونکی ماشین) کې وو، اوس مړه شوي.

ویل کېږي، په دې مړو شویو کسانو کې یوه یې نوی زیږیدلی ماشوم و.

د سعودي عرب په ریاض کې هغه ودانۍ چې د عربو او مسلمانو هېوادونو مشران د حماس او اسرائیلو ترمنځ جکړې درولو لپاره په کې غونډه کوي

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، اسرائیلي ځواکونه د غزې لوی روغتون الشفا، القدس او اندونیزیايي روغتونونو ته نژدې شوي دي او دغه راز ویل کېږي چې دې روغتونونو ته نژدې او یا پکې دننه د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

اسرائیل هم تائید کړې، چې الشفا ته نژدې یې ځواکونه فعال دي او پر حماس یې پرلپسې تورونه پورې کړي، چې تر الشفا لاندې چمتو شویو تونلونو کې فعالیت کوي، خو حماس د اسرائیل دا ادعا رد کړې ده.

یاد روغتون بمبار شوی هم دی

همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ وویل، چې په غزې تړانګه کې تر ټولو لوی روغتون الشفا بمبار شوی او په دې سربېره سیمه کې ۲۰ نور روغتونونه په بشپړه توګه تړل شوي دي.

د یاد سازمان چارواکو تېره ورځ ویلي و، چې په الشفاء روغتون کې “سخت تاوتریخوالی” شوی.

بلخوا د سعودي عرب په ریاض کې د عربو او مسلمانو هېوادونو مشرانو بیړنۍ غونډې ته استازي ورسیدلي دي. تمه کېږي، چې یاد مشران به ټوله ورځ په دې بحث وکړي چې څنګه د اسرائیلو او حماس ترمنځ جګړه ودروي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button