غفاري دریم ځل لپاره بیا غوره لوبغاړی شو

ځړول شوی:فبروري 6, 2020 لخوا ځړول شوی:امېل تبصرې:0

د کرکټ لوبډله د اوو مقام ګټلو په موخه تېره ورځ د کوربه سویلي افریقا کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي یادي لوبډلي ته ئې په ۵ ویکیټو سخته ماته ورکړه.په یاده لوبه کي افغان سلو توپ اچونکي شفیق الله غفاري یو ځلي بیا ښه توپ اچونه وکړه او د سویلي افریقا ۴ لوبغاړي ئې وسوځول، چي د لوبي غوره لوبغاړی هم وټاکل سو.

غفاري د سویلي افریقا څخه تر لوبي ګټلو وروسته وویل، ډېر خوشحاله یم، چي د دریم ځلي لپاره د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه راکول کیږي.

هغه د دې ترڅنګ په پرونۍ لوبه کي د بریا په پار ټولو هیوادوالو ته مبارکي وویله

هغه زیاته کړه ((ټولو هیوادوالو ته د بریا مبارکي وایم، ما تېر ځلي هم د سویلي افریقا ۶ لوبغاړي وسوځول، چي د همدې په خاطر د هغې لوبډلي د ټولو لوبغاړو کمزورې نقطې راته معلومي وې، نو ښه توپ اچونه مي وکړه او ۴ ویکیټي مي واخیستې، زه ډېر خوشحاله یم، چي د درېیم ځلي لپاره د لوبي غوره لوبغاړی ټاکل کیږم))

د ۱۹کلنو په نړیوال جام کي دا د افغانستان شپږمه لوبه وه، چي د یادو لوبو له ډلي ئې درې وګټلي، دوې ئې وبایللې او یوه لوبه ئې بیا د باران له امله لغوه اعلان سوه.

په یادو درو ګټلو لوبو کي درې سره ځلي په افغان لوبډله کي سلو توپ اچونکی شفیق الله غفاري د لوبي غوره لوبغاړی وټاکل سو.

هغه په ګروپي پړاو کي د سویلي افریقا ۶ او د متحده عربي آماراتو ۵ لوبغاړي وسوځول او دادئ پرون ئې بیا د سویلي افریقا ۴ لوبغاړي وسوځول.

د یادونی وړ ده چې غفاري د دې ترڅنګ د آسټرالیا په وړاندي لوبه کي هم یوه ویکیټ واخیسته او په نړیوال جام کي ئې خپلي ویکیټي ۱۶ ته رسولي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *