Uncategorized

فاطمه ګیلاني: د سولې خبرو کې پرمختګ شوی

فاطمه ګیلاني: د سولې خبرو کې پرمختګ شوی.داسې وخت چې د امریکا متحده ایالاتو د افغان سولې په پروسه کې کوششونه چټکې کړې دي. د حکومت د مذاکراتي ټيم غړې فاطمه ګیلاني وايي، د طالبانو او افغان جهتونو تر مابین مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی چې ژر به په اړه معلومات هم وړامدې شي.

ګیلاني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو د تماس ټیمونو ناستې روانې ساتلې دي او د پرمختګ په هڅه کې دي، چې په همدې لړ کې یو مهم پرمختګ شوی دی چې ژر به اعلان شي.ددې په وینا تمه لري چې دواړه لخوا د ترکیې تر ناستې وړاندې یوه توافق ته ورسېږي.که څه هم نوموړې په دې ورکړي نور جزئيات نه دي ورکړي.

img 20210321 090132

خو په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر داسې وخت دی، چې د امریکا متحده ایالاتو د افغان سولې په تړاو هڅې چټکې کړې دي او د مذاکراتو له دواړه لورو یې غوښتي، چې یوه سیاسي جوړ جاړي ته لار پیدا کړي.دې سره به دایمي سولې ته لار هم هواره شي.او افغانستان به یو ښه نظام هم ولري.

د امریکا متحده ایالات په دوحه کې د افغان سولې روانې خبرې بې ګټې بولي او د ترکیې په استانبول ښار کې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د طالبانو او حکومت تر منځ د یوې لوړې کچې  ناستې جوړولو ته چمتووالی نیسي دې ناسته کې ښای د اینده نظام په اړه هم بحث وشي.او دسولې خبرو کې به هم چټکتیا راشي.تر دې د سولې خبرې ځنډ سره مخ ې.

دا هم ولولئ:  هیدر بار: ملګري ملتونه طالبان د دوحې غونډې ته په زاریو غواړي، خو د مېرمنو ونډه له پامه غورځوي

دغه ناسته چې ښایي په راتلونکې میلادي میاشت «اپریل» کې راوبلل شي، د افغان سولې لپاره مهمه بلل کېږي او په مهال يې ښایي داسې پرېکړې وشي، چې په اساس یې د افغانستان قضیه یو طرفه شي.دې سره به د افغانانو اینده هم مالومه شي او عام وګړي به په سوله او ارامتیا کې ژوند وکړي.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button