فرانسه: وژل شوي خبریال ته د مېړانې تر ټولو لوړ مډال ورکړل شوی
فرانسې هغه خبریال ته چې د اوکراین په جنګ کې وژل شوی، د مېړانې تر ټولو غوره مډال ورکړی
د فرانسې خبري اژانس خبریال ارمان سولدین ته چې په اوکرايين کې وژل شوی دی، د مېړانې تر ټولو لوړ مډال “لیژيون آفوناغ” اهدا کړی دی.
۳۲ کلن سولدین تېره مې میاشت باخموت ته نږدې په یوه راکټي برید کې ووژل شو.
د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون د فرانسې خبري اژانس ته په لیک کې د هغه د “مېړانې” ستاینه کړې ده.
د خبریالانو د خوندیتوب ادارې د مالوماتو له مخې، سولدین د هغو شاوخوا ۱۷ خبریالانو د ډلې ملګری شو چې پر اوکرايين د روسیې د برید راهیسې په دغه هېواد کې وژل شوي دي.
نور ولولئ: د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو بغلان کې درې خبریالان نیولي
ارمان سولدین ته د ولسمشرۍ د یوه فرمان په ترڅ کې دا “ویاړ” ور په برخه کړای شو.
ولسمشر مکرون پخپل یوه مخکېني لیک کې هم د فرانسې خبري اژانس د دغه خبریال د “شخصیت او مېړانې” ستاینه کړې وه.
ارمان سولدین کله ووژل شو؟
ارمان سولدین د مې پر نهمه نېټه له یو شمېر نورو خبریالانو او اوکراييني ځواکونو سره یو ځای و چې د باخموت په لویدیځه سیمه چاسیویار کې توغندی ولګېد او دی پکې ووژل شو.
د امانوول پوشو په نوم یو همکار یې وايي، “کامره یې په لاس کې وه چې ساه یې ورکړه”
هغه مهال باخموت له څو میاشتو راهیسې د روسي او اوکراييني ځواکونو د جګړې ډګر و.
د فرانسې د ترهګرۍ ضد محکمې د هغه د وژل کېدو اړوند د جنګي جرمونو څېړنه پیل کړې ده.
د سولدین کورنۍ د بوسنیا و، خو فرانسې ته کډه شوی و
ارمان سولدین په بوسنیا کې زېږېدلی او د فرانسې تابعیت یې درلود. دی د فرانسې خبري اژانس له لومړنۍ خبري ډلې و چې پر اوکرايين د روسیې تر برید وروسته دغه هېواد ته لاړ او له تېرې سپتمبر میاشتې راهیسې هماغلته و.
د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، سولدین لا ماشوم و چې کورنۍ یې په بوسنیا کې د جګړې له کبله کډه کولو ته اړ شوې او په ۱۹۹۲ کې فرانسې ته تللې وه.
د دغه اژانس د اروپا برخې مدیرې کغیستین بوغاژار سولیدن یو “له انرژۍ ډک او زړه ور” خبریال یاد کړی.
“لیژیون آفوناغ” د فرانسې تر ټولو لوړ مډال دی او هغه چا ته ورکول کېږي چې په نظامي او یا هم په ملکي برخه کې یې خپله مېړانه ښکاره کړې وي.