لوبې خبرونه

فرید ماموندزی د کرکټ بورډ غړی وټاکل شو

په هندوستان کې د افغانستان برحاله سفیر ښاغلی فرید ماموندزی د ولسمشر د حکم پر اساس د بورډ د مخکیني غړي او ملي لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل پر ځای د افغانستان کرکټ بورډ د نوي غړي په حیث وټاکل شو.

ښاغلی فرید ماموندزی په نړیوالو مالي چارو کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري. نوموړي د امنیت شورا د سیاسي چارو مشاور، د مالیې وزارت د خصوصی سکتور د پرمختیا مشاور، د بهرنیو چارو وزازت د سیاسي چارو مشاور، په زراعت وزارت کې د مالي او عملیاتې برخې مشاور، د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې استاد او همدارنګه د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین په حیث دندې ترسره کړې دي؛

fb img 1624358179805

ښاغلی ماموندزوی اوس مهال په هندوستان هېواد کې د افغانستان لوی سفیر دی.دا چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د متحده عربي اماراتو ترڅنګ په هندوستان هېواد کې د خپلو لوبو کوربتوب کوي او هر وخت دغه ملک په کرکټ کې افغانستان لپاره موثره تمتم شوی.

او همداراز به له هندوستان او یا په یاد هېواد کې د نورو لوبډلو سره د غوره لوبو ترسره کېدو، مالي ملاتړ پېدا کولو، د اړیکو پیاوړتیا او نورو اړونده برخو کې د همکاریو د جلب لپاره به د ښاغلي ماموندزي ګمارنه ګټوره ثابته شي.او وبه کولی شي چې د دغه هیواد همکاری ل ځانه سره ولري.

د دې ترڅنګ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې راتلونکو مهمو نړیوالو لوبو او لوبلړیو ته په کتو له ملي لوبډلې سره د محمد نبي عیسی خېل ‌ډیر شتون او بوختیا اړینه او په دغه برخه کې زیاتې پاملرنې ته اړتیا وه؛ نو په همدې اساس ښاغلی فرید ماموندزی د ښاغلي محمد نبي عیسی خېل پر ځای د یادې ادارې د بورډ غړی وټاکل شو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button